پښــــتو ادب

سپينې سکروټې

ښه انسان تل غوښتي د خپل ځان د (ځانۍ) په خاطر، مقابل لوري ته خوله مسکه کړي، که څه هم هغه به پر دې نه ارزي؛ مګر د دې لپاره چې ځان يو چاته د (ځان ) خاوند ور وپېژني، سړى مجبورېږي، چې په خوله هغه القاب راوړي چې کېداى شي مخامخ لورى هم په زړه کې وانګېري، چې منې که يې لايق يم!

دغه کړنه، کېداى شي څوک ونه مني او دليل به يې دا وي، چې هر چاته _ د خپل ځان په خاطر_(ښاغلى) ويل به، يو مهم ديني اصل (امربالمعروف) ته ګواښ وي، موږ بايد بدو ته بد او ښو ته ښو ووايو. دغه کس سم استدلال کوي او (بدو) ته (بد) او (ښو) ته (ښه) ويل، په خپل ځاى (ښه ) کار دى؛ خو د دې (ويلو) ته مو بايد ډېر پام وي، کله_کله د ويلو په ډول کې دومره اغېز کمزورى وي، چې مخامخ (ناروا) لورى له پوهېدو سره_سره بيا هم خپله (ناروا) کلکه نيسي. مخامخ لوري ته د خپل فکر د لېږد لپاره اړينه ده، چې مخاطب لورى ښه وپېژنو، دغه او دې ته ورته نور ډېر علتونه دي، چې د نړۍ د ډېرو لويو انقلابونو، بدلونونو او غورځنګونو په سرکې ليکوال اوشاعران وو او هم دي.

په اوسني اورنيو حالاتو کې خلک له دغې طبقې څه غواړي؟ دې طبقې خپل ذوق ته کار کړى که ټولنې ته ؟ آيا خپل ذوق يې د ټولنې ذوق ګڼلى شو؟ په لاس کې ټولګه مې د ځوان شاعر ګران انعام الله منت بار ده، دى ځکه منت بار دى، چې جانان يې دومره مينه ورکړې، چې اوس نو ورته (ياد په هر قدم جانان).

راته د زړه کورکې اوسېږي

جانان ځکه خو نه رانه هېرېږي جانان

د لا اله الا الله نه وروسته

ورسره سم مې تکرارېږي جانان

د انساني درک په وړاندې کله کله ډېر مشهور تعريفونه هم ځانونه ګونګي کړي، په اوسني بلواک وخت کې يو چاته په څه قناعت ورکول، د استدالال استدلال ته اړتيا لري او هغه بيا د دليل د دليل په وړاندې دليل وايي او … کېداى شي، کله کله يو هنري کيفيت د اخېستونکي تر اخېستنې لوړ وي؛ مګر په اوسني وخت کې ځان ټيټ ګڼل، (ځان والو) ته د (ځان) د ورکاوي په مانا ښکاري؛ نو د يوه ښه شعر په (ښه) اعتراف کولو ته بايد ښه ذوق، ښه ويل، ښه اخېستنه په ټوليزه توګه ښه لوستونکى يا اورېدونکى ولرو او ديوه ښه شعر يوه ځانګړنه دغه ده، چې دومره بربنډه خبره نه وي، چې هر څوک ورنه يو ډول مطلب واخلي،بلکې هرڅوک پکې خپل ځان وويني، چې دغه (ليدنه) بياهم  شپېته سلنه په لوستونکي يا اورېدونکي پورې تړلي ده:

څومره چې کلي ته راځي لېونى

هومره غمونه زياتوي لېونى

کلي ته په راتګ له جانان سره دخوښۍ پر ځاى د غمونو زياتوالى، موږ په تېرو وختوکې هم ډېر ليدلى که څه هم جانان به له ځان سره پرېمانه خوښي راوړي، خاندې به، خپله توره به راته بيانوي، ستړې سا، تودې خولې او…به يې ټول موږ ته قناعت راکوي، چې زه د خوښيو لمر يم، خو په کلي د حاکم ذهن په اسمان کې د بلواکه مطبوعاتو نارې سورې، شورماشور سم غرزهار جوړ کړى دى، ټول په جانان پسې خاندي، هغوى دى لېونى او له دومره اکثريته باغي بولي، ځکه چې په کلي کې خبره په اکثريت کې ده، نه په افضليت کې؛ مګر زه مې جانان پېژنم، ما درک کړى، هغه ډېره هڅه کوي، چې آن ځان ترما قربان کړي، خو ماته (غم) ځکه دى، چې دى دکليوالو نه مني او کليوال ټول بل چا په بله روان کړي دي؛ ځکه خو مې جانان اوس ډېر کلي ته نه راځي، ځکه دلته حاکميت پردى دى او هغه پردى حاکميت نه مني.

کليوال مو په خپل فکر هم واک نه لري، سو چ هم د بل چاپه اشاره کوي، زه باوري يم چې له خولې به مې ښکاره چيغې ووځي:

شو مې ختم انتظار کلي ته راغى

پس له ډېرې مودې يار کلي ته راغى

  خيراتي به ورکوم د سر پړونى

که چا وېل چې منت بار کلي ته راغى

دغه څو بيتونه د منت بار صيب له ټولګې د نمونې غوندې وو، د دې ټولګي شاعر هم خپل ذوق پاللى هم يې داسې څه ويلي، چې د ټولې ټولنې ورګډ دي، ځينې شاعران د خپلو (ځاني) شعرونو د (هرچا) ثابتولولپاره هڅه کوي، چې (پوچ) استدلال پوره سلنه پوخ استدلال وبولي، دوى يې داسې ډنګوي چې: _ نو څه دي، خامخا به په ټولنه کې يو څوک زما غوندې وي، چې زما شعرونه ولولي.  خو دې ښاغليو هېر کړي دي، چې د هنر زېږونه بايد (يوچا) ته نه وي، هنري هستونه بايد دومره هنري ځواک ولري، چې هر څوک هرکلى ورته ووايي او داسې څه پکې نغاړل شوي وي، چې هر مخامخ لورى داسې وانګېرې: آخ! ولا زما د زړه خبره يې کړې!!  د مقابل لوري د زړه د خبرې درک سخت نه دى، ځکه موږ خبريوو، موږ سرنږدې يوو، موږ سره پېژنوو؛ خو که شاعر د خپلې وسيلې(شاعرۍ) په خاطر ځان له نورو ګوښه ونه ګڼي؛ مګر که شاعر په زور غواړي چې د (ټولو) خوښه په خپل شعر کې راونغاړي په لوى لاس به يې دشعرنازکې ملاته سوک ورکړى وي، شاعر بايد په ټولنه کې پخپله دومره ننوځي، چې په فطري ډول يې په شعر کې (زما) ذوق او غوښتنه هم وپالل شي.

 زه منت بار صيب ته د دې ښايسته ټولګې د خپرېدلو مبارکي وايم، ښه شاعري ده، که څه هم کله کله ترې ډېرې تکرارې خبرې ډېرې ساده شوې دي؛ مګر د لومړي ټولګي دغه خامۍ يې د شعرو نورو ښېګڼو تر اغېز لاندې راوستې.

یادونه: دغه لیکنه، د ځوان شاعر، انعام الله منت بار، (یاد په هر قدم جانان) پر شعري ټولګې لیکل شوې.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x