ایا د ټرمپ ستراتیژۍ طالبان کمزوري کړي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : وړمه ورځ د فراه ولایت د سقوط او تیره شپه بیا د کانتيننټل پرهوټل برید د رسنیو ترټولو مهم سرلیکونه وو.

له پوځې او تبلیغاتي لحاظه په یوه وخت کې دغه دواړې پیښې مهم پوځي واقعات دي چې د طالبانو په لاس رامنځته کیږي.

فراه د هیواد په جنوب لویدیځ زون کې مهم ولایت دی چې طالبان یې د ولایت مقام او امنیه قومندانۍ په خواوشا کي له دولتي ځواکونو سره لاس په جګړه دي.

او انټرکانتیننټل هوټل د پلازمینې کابل ترټولو یو مهم او د بهرنیو میلمنو لپاره د اوسیدو خوندي ځای دی چې تل تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې ساتل کیږي.

خو طالبانوهم هماله وکړای شول چې هم د فراه ولایت پر مرکزد محاصرې کړۍ راتنګه او هم د کابل ښار له ټولو امنیتي تدابیرو سره د انټرکانټیننټل پرهوټل د برید په مهال د پنځو بریدګرو په وسیله ۱۵ ساعته د کابل ټول امنیتي ځواکونه مصروف وساتي.

د هیواد په نورو برخو کې د طالبانو په هجومي عملیاتو سربیره د کابل او فراه له بریدونو ښکاریږي چې له تیرو ۵ میاشتو راهیسي د ټرمپ ستراتیژۍ په ترڅ کې هوايي بمبارونو، د اضافي امریکايي عسکرو را لیږلو او مسلسلو پوځي عملیاتو پر طلبانو هیڅ اغیز نه دی کړی.

او نه هم د ټرمپ د ستراتیژي دغه مکونات ( د هوايي بمبارونو زیاتول، د اضافي سرتیرو رالیږل، او د پوځي عملیاتو تشدیدول) د نا امنۍ د له منځه وړلو په غرض شوي ؛ بلکې دا هرڅه دلته د جګړي او نا امنیو د زیاتولو په غرض شوي چې ښکاره بیلګه یې په هیواد کې د ولسي تلفاتو د ارقامو زیاتوالی دی.

امریکایانو ته نور د پوځي ځواک کارولو په برخه کې هیڅ داسې څه ورپاتې نه دي چې هغه یې په افغانستان کې د طالبانو د له منځه وړلو په پلمه نه وي کارولي ، خو د طالبانو خلاف د دوئ هره هڅه لا د طالبانو د ځواکمن کیدو او بریالیتوب لامل شوې او لیدل کیږي چې د ۲۰۱۸ کال طالبان په پوځي او تبلیغاتي لحاظ د ۲۰۰۱ کال تر طالبانو ډیر بریالي او پرمختللي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د