نظــر

د ټرمپ د ستراتيژۍ شپږمه میاشت او د کابل خونړۍ ورځ

ډاکټر پارسا

هغه موږ چې ویل چې جنګ او جنګي غټ بازي د حل لاره نه ده، کرار کرار هغه خبره مصداق پیدا کوي. پنځه میاشتې پوره شوې چې ټرمپ د افغانستان لپاره خپله جګړماره ستراتیژي اعلان کړې ده. خو ورځني خبرونه لا هم خونړي دي او د ټرمپ تر بیرغ لاندې د جنګیدونکو عسکرو او اربکیانو مرګ ژوبله د هر کله په نسبت زیاته شوې ده.

راځئ د نن ورځې خبرونو ته نوک ونیسو، تر څو پوه شو چې د ټرمپ ستراتیژۍ جګړه څومره کنټرول کړې او د طالبانو تهاجمي ګواښ یې څومره کمزوری کړی دی؟؟ تازه خبرونه وایي چې د کابل تر ټولو خوندي او حساس میلمستون( کانتینینټال هوټل) طالبانو څوارلس ساعته وډزاوه او نیم شواروز یې د اشرف غني او نیکولسن دواړو له غوږ سره ضربې کولې. د هیواد په لویدیځ کې طالبانو د فراه ښار کلابند کړی او اتیا فیصده د ښار برخه یې نیولې ده،  غالب ګومان دادی چې دا ښار به هم د کندز په شان د طالبانو لاس ته ولویږي. د بلخ په شولګره کې تیره شپه طالبانو په حکومتي پوستو برید کړی او  چارواکي مني چې ۱۸ اربکیان وژل شوي دي. دغه راز د لوګر په څرخ، د هلمند ګرشک، د غزني په قره باغ او شلګر،د کندهار خاکریز، د کندز چهاردره، د هرات ګلران او په ګڼو نورو سیمو کې هم طالبانو خرپنده بریدونه کړي او حکومتي عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

د دغو ناپایه بریدونو په لړ کې د حکومتي عسکرو د تلفاتو کچه داسې حد ته پورته شوې چې نور یې دفاع او داخله وزارت هم د ارقامو اعلان ته زړه نه شي ټینګولای. رسنۍ وایي چې د فراه ولایت کې یوازې د جنګ په اوله ورځ تر پنځوس زیات حکومتی عسکر له منځه تللي. خو د حکومتي عسکرو د دې بې پوښتنې او بې حسابه مرګ ژوبلو په لړ کې د ارګ او سپیدار واکمن  او د حکومت ښوی مخي ویاندان یوازې د ټرمپ په ستراتيژۍ شخوند وهي او د نیکولسن د خولې توپونه او ګواښونه ورته د مشکلاتو حل ښکاري.

همدا نن چې په کابل او فراه کې د ټرمپ د ستراتیژۍ تر عنوان لاندې څومره عسکر او چارواکي د امریکایي اهدافو او ستراتيژیو لپاره قرباني شوي دي. آیا کوم داسې څوک شته چې له ټرمپ او نیکولسن نه یې پوښتنه وکړي، چې بالاخره تر څو به ستاسو د نړیوالو لوبو لپاره دغسې پردي زامن په وینو کې لمبیږي؟

آیا د ارګ او سپیدار چارواکي دومره فکر او وسواس لري چې یوځل د جګړې په ورځنیو تلفاتو فکر وکړي او بیا محاسبه وکړي چې د ټرمپ د تشې شعاري ستراتيژۍ په لړ کې دوی ګټه کړې که یې زیان کړی دی؟ د دې جنګي ستراتيژۍ لپاره دوی څومره عسکر قرباني کړې، څومره میرمنې کونډې شوي او څومره افغان ماشومان د پلار له نعمت څخه محروم شوي دي؟؟؟

دا چې په تیرو پنځو میاشتو کې ثابته شوه چې دغې امریکایي جنګي ستراتیژي یوازې د افغانانو د وینو بهیدل زیات کړي او یوازې یې د جنګ په اور نور هم تیل پاشلي دي. هغه څوک چې ایمان او وجدان لري باید له دې غږ سره راپورته شي، چې نور بس دی د سړیخور ټرمپ د وحشي اهدافو لپاره د خپل ملت وینې  مه تویوئ! د نیکولسن د جنګي عقدو د سړولو لپاره خپلې میرمنې مه کونډوئ او مه هم خپل ماشومان د امریکایي اهدافو لپاره بې پلاره کوئ.

د تیرو میاشتو تجربې ثابته کړه، چې د افغانستان مسئله د جنګ، بمبار او پوځي عملیاتو په زور نه حل کیږي، بلکې پوځي فارمولې نوره هم جګړه خونړۍ کوي، د عسکرو او حکومتي کسانو مرګ ژوبله زیاتوي او د افغان اولس د کورنیو، ښځو او ماشومانو د غم او مصیبت داستان نور هم اوږدوي.

نو د پای خبره داده چې که د دې جګړې د مهار لپاره د پردیو ستراتیژیو په ځای د تعقل او تفاهم له اپشن نه کار وانخیستل شي نو د ارګ او سپیدار واکمن دې راتلونکې هره ورځ داسې فرض کړي لکه همدا نن او پرون، چې روغتونونه په ټپیانو ډک او هدیرې په جګړو کې له وژل شویو بې روحه اجسادو. . .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پارسا صاحب ډیره مننه ستاسی په حقایقو ولاړه لیکنه می ډیره خوښه شوه تاسی کم و زیات څه نه وو لیکلی مګر حقایق . ترمپ مه ګرموی ، مالی او نظامی ملا یی ماته شوی په دغو لاپو هم د خبلو هیوادوالو قناعت او هم د خپلو بایلونکو جنرالانو او عسکرو مورال تقویه کوی دوی د هغه کمزوری پهلوان عملی بڼه کی تمثیل کوی چه د ګټونکی پهلوان لاندی شوی لاسونه او پشی ماته مګر لاپی کوی چه [[ ته ما پریږده زه به تاسره ګورم زه به تاسره ګورم ]] او یا دهغه بایلونکی رقیب په شان چه ((… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x