پر کانټیننټل بريد کې د «کام اير» شرکت ۱۱ بهرني کارکوونکي وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۱ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره شپه کابل ښار کې پر کانټيننټل هوټل ډله‌ ییز برید کې د کام ايیر هوايي شرکت يوولس بهرني کارکوونکي هم وژل شوي دي.

د دغه شرکت مسؤوولينو رسنيو ته ويلي، چې د کام ایير هوايي شرکت په پروازونو کې ستونزې راغلې وې او دغو بهرنيو مامورينو د دغې ستونزې د حل په موخه کابل ته سفر کړی و، چې په بريد کې ووژل شول.

د کام اییر هوايي شرکت عملياتي مدیر رسنيو ته ويلي، چې د دغې پېښې له امله د دوی پروازونه هم له خنډ سره مخ شوي او لږ تر لږه څلور پروازونه يې ځنډول شوي دي.

طلوع نيوز د حکومتي سرچينو له خولې ليکلي، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

په افغان چارواکو کې د پاکستان کراچۍ ښار لپاره د ګډ حکومت نومول شوی قونسل، د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجي رئیس جمال الدين پاچاخېل، د سياسي چارو کارپوه احمد فرزان او ګڼ شمېر نور کسان وژل شوي دي.

طالبانو د دغه بريد مسؤوليت منلی او په بريد کې يې لسګونو کورنيو او بهرنيو اتباعو ته د مرګ ژوبلې اړولې خبره کړې ده.

له هوټله ځينو ژغورل شوو کسانو رسنيو ته ويلي، چې بريدګرو په هوټل کې له شته خلکو پوښتنه کوله، چې «د کوم ځای دي او که افغان به و، له هغه به تېرېده او د بهرنيانو په لټه ول.»

ژغورل شوو کسانو رسنيو ته ويلي، چې د بريدګرو موخه يوازې بهرنيان وو، خو بيا په دغه څوارلس ساعته بريد کې لسګونو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

حکومتي چارواکي د ټولې مرګ ژوبلې پړه پر طالبانو اچوي، خو د پوځي چارو کارپوهان وايي، چې په دغه څوارلس ساعته جګړې کې دولتي ځانګړو پوځيانو څومره ډزې کړي دي، نو خامخا به په کې ګڼ شمېر افغانان وژل شوي وي.

د هغوی په باور يو لور ته درې بريدګر او بل لور ته لسګونه او آن سلګونه دولتي عسکرو په هوټل کې ډزې کولې او بايد د ټولو وژل شوو پړه پر طالبانو وانه چول شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

د کام ایر الوتکو کمپنی دغه خبره دروغ لیکلی چه د دوی په الوتکو کی د میخانیکی عوارضو د سمولو د پاره خارجیانو ورسره په دغه هوتل کی جمع شوی چه له جملی یی ۱۱ کسان مردار شوی ، دا د سپټمیر د یوولسمی فاجعی دروغو ته ورته شکرور دروغ دی چه امریکن ایرلاین د بوش د نظم نوین جهانی ټیم د رشوت له مخی یی نړیوالو او امریکا خلکو ته وویل ، دی ته متوجه نه وو چه د ایرلاین نوم به بد شی څوک به یی ټکتونه نه اخلی ، فکر کوم دغه وروستی ضرر یی تر هغی… نور لوستل »