
بریدګر څرنګه تر انټرکانټیننټل پوري ورسیدل ؟
احمد مختار
تیره شپه د کابل انټرکانټیننټل هوټل د یوه خونړی برید شاهد و.
یاد هوټل د کابل په کچه په لومړي نمبرهوټلونو کې راځي چې د بهرنیو میلمنو لخوا کارول کیږي او د امنیت لپاره یې کلک حفاظتي تدابیر نیول شوي.
له بهرنیانو پرته دولتي لوړ پوړي چارواکي، او له بهرنیو مؤسساتو سره کار کوونکي افغانان هم د ځان د خوندیتوب په غرض د کابل تر نورو ځایونو د انټرکانټیننټل هوټل خوښوي او د اوسیدو پرمهال یواځې هلته د نسبي امنیت احساس کوي.
انټرکانټیننټل هوټل ته د باغ بالا له عمومي سرکه یو فرعي سرک ورجلاشوی چې یواځې د هوټل د کارکوونکو او مراجعینو لخوا کارول کیږي او په همدې فرعي سرک چې ټول یوکلیومټر واټن هم نه دی دری ځایه داسې ټینګه تلاشي اخیستل کیږي چې حتی خپله د هوټل کارکوونکو ته له ځان سره د مبایل ټلیفون وړلو اجازه هم نه ورکول کیږي.
څلورمه نقطه هوټل ته په وردي دراوزه کې لایزري سکین دی چې د هرفرد ځاني تلاشي اخلي او څوک نشي کولای یوعادي چاقو هم هوټل ته له ځان سره د ننه کړي.
بریدګرڅرنګه هوټل ته ننوتل؟
هوټل ته دبرید ګرو د ننوتلو په اړه دولتي چارواکي او د هوټل کارکوونکي بیلا بیل تعبیرات لري.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي چې له بریدګرو سره د هوټل له منځه همکاري شوې ده.
خو د وزارت ویاند دانش یې بیا له رسنیو سره په خپلو خبرونو کې وايي چې برید ګر د هوټل د اشپزخانې له لارې کومه چې د هوټل په څلورم منزل کې موقعیت لري هوټل ته داخل شوي .
د حسیب په نوم د هوټل یوتن ګارسون وايي چې بریدګر تر برید وړاندې په هوټل کې موجود او دووتنو چې شیک غیر پوځي دریشي یې په تن وي تر برید لیږ شیبه وړاندې د هوټل په عمومي صالون کې ناست او له ده څخه یې د ډوډۍ وروړلو غوښتنه هم وکړه.
خو د پنځو نفرو ۱۵ ساعته مقاومت ته په کتلو سره له پوځي لحاظه داسې ښکاري چې برید ګر له دغومره زیاتو درنو اوسپکو وسلو او پوځي مهماتو سره د یوه ځانګړي پیچلي تکتیک په کارولو سره هوتل ته دننه شوي؛ ځکه د هوټل په خواوشا کې د هوټل حفاظتي ګارډ په ۲۴ ساعته پیره بوخت او همدا راز د هوټل د حفاظت لپاره د هوټل په بهر او داخل کې مراقبتي کامرې لیګیدلي چې د هرشي ډیرعادي حرکت هم کشف ولی شي.
دا ناشونې خبره ده چې ۵ وسله وال دي د هوټل د شا له خوا له خپلو وسلو او زیات شمیر پوځي مهماتو سره هوټل ته ورخیږي او د هغه په سلګونو محافظین او مراقبتي کامرې دې هغوی کشف نکړای شي.
د بریدګرو په اړه د امنیتي ځواکونو غبرګون .
د طالبانو د رسمي اعلامیې له مخې د شپې په لسو بجو پیل او دسهار تر ۱۱ بجوپوري یې دوام درلود.
امنیتي چارواکي د رسنیو د اعلان په وسیله د برید له پیله خبر او د بهرنیانو په ملتیا یې ځان د برید نیږدي سیمې ته ورساوه ، دا چې له یوې خوا د شپې تیاره وه او له بلې خوا د هوټل په لویه وداني کې د ۵ نفرو بریدګرو مشخص کول مشکل و نو امنیتي ځواکونو د هوټل په لاندې تپه کې د برید د تماشاچیانو په څیر د برید ننداره کوله .
د هوټل په د ننه کې د اوسیدونکو په خبره چې برید ګر په سړه سینه د هوټل په داخل کې کوټه په کوټه ګرځیدل او د هوټل بهرني میلمانه یې له داخلي هغو څخه جلا کول.
دې وضعیت د شپې له ۱۰ بجو د سهار تر ۱۱ بجو پوري جریان درلود چې د تلویزوني شبکو په تصویري ویډیو ګانو کې هغه کسان جوت ښکاریږي چې له څلورم پوړ څخه لاندې ځانونه راغورځوي.
امنیتي ځواکونه چې تازه په امریکايي چورلکو مجهز شوي هیڅ د دې جرئت نه درلود چې سیمې ته د همدې نویو چورلکو په وسیله سرتیري ډیسانټ او هغوی په هوټل کې بند پاتې کسان وژغوري.
که څه هم چې د هوټل د داخل کسانو د وینا له مخې برید ګرو داخلي عادي کسان څوک نه ویشتل ، او د داخلي کسانو د مرګ ژوبلې کم ارقام هم د دې اثبات دی چې بریدګرو د هوټل له عامو میلمنو سره کار نه درلود.
په روغتونونو کې د زخمیانو له وضعیته هم داسې ښکاري چې هغوي هغه داخلي کسان دي چې د ځان ژغورنې په غرض یې د هوټل له پنځم پوړه ځان ښکته غورځولی او ژوبل شوي نه دا چې هغوي د برید ګرو په مرمیو لګیدلي.
له بلوه پلوه کله چې امنیتي ځواکونو په سهار کې د بریدګرو د له منځه وړلو په غرض عملیات پیل کړل نو کوم داخلي عادي کسان چې ژوبل شوي هغوی د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې ژوبل شوي ځکه برید ګرو هغوی د کوټو په داخل کې خوندي ساتلي و.
د برید تلفات
امنیتي ځواکونه لکه څرنګه چې د برید په کنټرولو کې ناکام ول د برید دتلفاتو په اړه یې هم بیلابیل ارقام رسنیو ته ورکول.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په سهار کې لومړنی خبر دا وه چې په برید کې فقط یو بهرنی تبعه او ۴ ملکي وګړي وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
خو د برید تر پایته رسیدو وروسته یې د بهرنیانو د وژل شویو شمیر ۱۴ وښود.
خو عیني شاهدان او رسنۍ بیا د ۱۱ بهرنیانو په شمول د برید د ټولو تلفاتو شمیر ۴۳ تنه ښیي.
نتیجه :
انټرکانټیننټل هوټل که څه هم په ښکاره له ملکي تأسیساتو څخه شمیرل کیږي خو د هغه مراجعین او کاروونکي په عمومي ډول بهرنیان ، د بهرنیو سفارتونو دیپلوماتان او یاهم لوړ پوړي دولتي کسان وي ، یاد هوټل ۷ کاله وړاندې هم تر برید لاندې راغلی چې خواو شا ۵۲ تنو ته ورکې مرګ ژوبله اوښتې وه .
یاد هوټل د امنیتي ځواکونو لخوا څخه عینا د یوه مهم دولتي مرکز په حیث ساتل کیږي ، دا چې همدا مهم او حساس مرکز د سلګونو امنیتي کارکوونکو له ټینګو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم په مکرر ډول د طالبانو تر برید لاندې راځي او په لسګونو بهرني اتباع ورکي وژل کیږي دا تري جوتیږي چې د طالبانو د ۵ تنو هجومي برید ګرو معنوي مورال او پوځي وړتیا د هغو سلګونو زره امنیتي ځواکونو تر مورال او پوځي روزنې ډیره لوړه ده چې د بهرنیانو د حفاظت لپاره ګمارل شوي.
همدا وجه ده چې دا په سلګونو زره مجهز امنیتي ځواکونه نشي کولای له خپل ټول ځمکني او هوايي ځواک سره سره خپل بهرني حامیان د طالبانو له بریده وژغوري او کله چې د ۵ بریدګرو د برید شنډولو لپاره اقدام کوي نو پوره ۱۴ ساعته وخت ته اړتیا لري.
مختار صاحب الله ج دی اجرونه درکړی ښکلی اززونه او له حقابقو ډکه لیکنه دی لیکی . مختار صاحب د حق او باطل جګړه ده یو اړخ ته د الله ج مطمن مجاهدین او بل اړخ ته د دجال حریص شیاطین په جنګ ک یقرار لری هر مجاهد د ټولو ملایکو هم پیاوړتیا زیاته ده چه یو اشرف لامخلوقات ادم ( ع ) اولنی انسان ته یی د هغه انسان د خلافت ( اشرف المخلوقات ) سپیڅلی مقام ته سجده وکړه اشرف لامخلوقات هغه مطمن انسانان دی چه د حریصو انسانانو د استثمارولو مخه نیسی کوم چه ملایکو یی په… نور لوستل »
Very logical analysis, if Pakistan is so good the 5 fighters could not be defeated by the whole government and the tons of dollars spent on training are all useless. I am not sure the minister of interior affairs Mr Barmak is Mr Ghani selection or Mr Abdullah. Two leaders in one Government is a mess, if Mr Ghani was smart he should not have agreed with Mr Carry on the formation of two headed government.