نړۍ

افغانستان کې د جنګيدونکو بريتانوي عسکرو رواني ستونزې ۵۷٪ زياتې شوي

بريتانا کې د “Combat Stress” د جګړې فشار په نوم يوې خيريه مؤسسې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د جنګيدونکو بريتانوي ځواکونو رواني ستونزې ۵۷ سلنه زياتې شوي دي.
دغه خيري ټولنه وايي، چې د ۲۰۱۳ کال کې د افغان جګړې له له امله ۳۵۸ بريتانوي عسکرو د رواني مرضونو د درملنې په موخه دغې خيريه ټولنې ته مراجعه کړې ده.
د يادې ټولنې غړي وايي، چې دا شمېره د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۵۷ سلنه زياته ده.
د جګړې فشار په نوم خيريه ټولنې له خوا په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې تر اوسه يې د ۶۶۰ بريتانوي عسکرو رواني درملنه کړې.

اوس چې ايتلافي ځواکونه له افغانستانه په وتو دي، کيدای شي، د رواني مريضانو دغه شمېره نوره هم زياته شي.

د جګړې فشار خيريه ټولنه ۹۵ کاله وړاندې د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته جوړه شوې، چې له هماغه وخته د بريتانوي عسکرو رواني، ټولنيزه او هغه ځواکونه چې له ذهني پلوه ټپيان وي، لاسنيوی او درملنه کوي.

بريتانوي ځواکونه له پوځي خدماتو وروسته ديارلس کاله د جګړې فشار خيريه ټولنې څخه د درملنې لپاره انتظار کوي، ولې افغانستان کې جنګيدونکيو ځواکونو ته د درملنې لپاره د انتظار دغه موده اتلسو مياشتو ته راټيټه شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې “د جګړې فشار” خيريه ټولنې سره د بريتانوي عسکرو ۵۴۰۰ رواني مريضان ثبت دي، چې د تېرو ۹۵ کلونو په پرتله تر ټولو ډېر زيات دي.

د نوموړې خيريه ټولنې مشر “کوموډر انډريو کيمرون” افغانستان کې د جنګيدليو عسکرو له قوله وايي، چې له جګړې ډېره موده وروسته هم د جګړې د لومړۍ ليکې ويره او ترهه يې په ذهن کې ده.

ذهنونه يې اوس هم د خوښۍ زغملو توان نه لري او تل يې ذهنونه له وهمي جګړو او چاودنو څخه په ويره کې وي.

کوموډر زياتوي، چې دا سوچونه او وهمونه يو رنګه روحي او ذهني زخمونه دي، چې بريتانوي عسکر ترې ځوريږي.

د راپور په پای کې راغلي، چې د افغان جګړې شل٪ بريتانوي عسکر له رواني ستونزو سره لاس و ګريوان دي او دوی بايد د بريتانوي پوځ دغه مريض خدمت ګاران يوازې پرې نه ږي، چې تل له خپلو ذهني او رواني ټپونو څخه دې ځوريږي، چې بالاخره پر ټولنه بوج شي.

دوی به تر خپله وسه کوښښ کوي، چې د دغو عسکرو درملنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x