ورزش

رونالډو د لوبې پر مهال سخت زخمي شو. ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د نړۍ مشهور او وتلی ستوری او د ریال میډریډ کلب ستر لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د لوبې پر مهال زخمي شو.

پرتګالي ستوری رونالډو د اسپانیا «لا لیګا» لیګ سیالیو کې د «ډیپورټیوو لا کورونا» په وړاندې د لوبې پر مهال له دوه ګوله کولو څخه وروسته پر سر د توپ وهلو پر مهال د مخالف لوبډلې لوبغاړي لخوا په بوټ په سر ولګید او سخت زخمي شو چې له امله یې سمدلاسه له زخم نه وینه روانه شوه.

د زخمي کیدو نه وروسته رونالډو مستقیما لوبه پریښوده او له لوبغالي څخه بهر شو.

د اندیښنې وړ داده چې پر ټولنیزو رسنیو ټویټر او نورو ویب پاڼو کې د رونالډو د زخم پر ځای د هغه په مبایل کې د زخم کتلو خبر اوړي راوړي.

رونالډو لوبغالي نه د وتلو پر مهال له خپل داکټر څخه مبایل (آیفون مبایل) واخیست چې د کامرې په واسطه خپل زخم وګوري).

ویډیو وګورئ!

https://youtu.be/wEgz6USB9ag

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x