اولادونه په پردېس کي (وروستۍ څلورمه برخه)

muslim-children-reading-quranستاماشوم له چاسره ناسته پاسته کوي؟
يوه مشهوره مقوله ده چي وايي :
قلْ لي من صاحبك، أقلْ لك من أنت..
ملګری د راوښیه زه به تاوښیم چي څوک يې . ملګری که نېک وي او که دبد دخپل ملګري په چلند باندي ژوره اغېزه لري په حدیث شریف کي راځي :

عن أبي هريرة رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:  المرء على دين خليله، فلينظر أحدكم من يخالل  (رواه البغوي في شرح السنة)
أبوهریرة رضي الله تعالی عنه روایت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: انسان دخپل دوست په دین ور اوړي نو تاسي ګورﺉ چي له چا سره مو دوستي ده .
مونږ پدې ځای کي والدین اومشران یوه مهم ټکي ته متوجه کوو او هغه داچي هغوی په پردېس کي دخپلو اولادونو که هلکان وي او که نجوني دوستان ترټېنګي څارني لاندي ونیسي، دهغوی خویونه او تمایلات ځانته معلوم کړي، که هغوی نېکان وي او دښو خویونو لورته يې رجحان وي نو غوره دوستان يې دي ، اوکه بدان وي او دبدو خویونو لورته يې تمایل وي نو بيا مشرته په کار ده چي خپل اولادونه وپوهوي او هڅه وکړي چي په هره ممکنه وسېله وي هغوی ورڅخه لېري او بېل کړي ځکه چي يوله بل څخه خویونه غلا کوي
منْ جالسَ الجربَ يوماً في أماكنِها لو كان ذا صحةٍ لا يأمن الجربا
څوک چي دخارښت له رنځور سره يوه ورځ کېني که له ښې روغتیا څخه برخمن هم وي خو دخارښت له اخېستلو څخه به ساتلی نه وي .
دا دهوښیارانو او ښو روزونکیو تګلاره وي او په پردیو هېوادونو کي مسلمان نوی کول دېته زیاته اړتيالري چي مسلمان له مسلمان سره ددوستي اړیکي ونښلوي او ټېنګي يې وپالي په تېره بيا چي هغوی پاک، دېنداره او نېکان وي .
ددې معنا دا نه ده چي څوک مسلمان نه وي هغوی ټولو ته ددښمنانو په سترګه وکتل شي بلکه له هغوی سره دنېکي په کارونو او بېلابېلو مناسبتونو کي مثبت ګډون کوو خو دوستان يې ځکه نه جوړوو چي دوستي او ملګرتیا دیوه مسلمان په وړاندي بېل او د غیر مسلمان په نزد بېل مفهوم لري .
همدا راز دکور مشرته په کار ده چي دېته هم پاملرنه وکړي چي خپل نارېنه اولادونه دنجونو له دوستي او یارانې څخه که هغوی مسلماني وي يا نامسلماني وژغوري او خپلي لوراني او نجوني دهلکانو له يارانې څخه که هغوی مسلمان وي یا نامسلمان لېري وساتي.
اسلامي شریعت ددې ډول یارانو او اړېکو دجوړولو اجازه مسلمان ته ځکه نه ورکوي چي دفتنې اوفساد مخه ونېوله شي او چي چېرته هم ددې ډول اړیکو مخنیوی ندی شوی هلته بېشرمي او رسوايي رامېنځته شوي او اخلاقي عفت يې له مېنځه وړی دی.
پرله پسې ټېنګه څارنه :
په پردېس کي والدینو او مشرانو ته په کارده چي تل دخپلو ماشومانو که هلکان وي او که نجوني تر هغه وخته پوري چي عقلونه او افکار يې دپوخوالي مرحلې ته رسېږي سخته څارنه وکړي، دا ځکه په پردېس کي اولادونه تل دیوه داسي نړېدونکي پاڼ په څنډه ولاړ وي چي هره شېبه ددې ګواښ ورته متوجه وي چي دهغوی دیانت، اخلاق، عفت او روغتيا دتل لپاره له مېنځه یوسي، داډول ګواښونه دوالدینو لپاره دخپلو اولادونو په روزنه کي سختي ستونزي را ولاړوي، ځکه چي فتنې ګڼي وي او پلرونه یامېندي د ژوندانه په نورو چارو، اړتياوو او یاکارونو باندي بوخت وي، ځېني خو يې لا داسي هم وي چي ددې وخت نشي موندلای چي په کور کي له خپلو بچیانو سره وویني داځکه چي هريو يې په کارونو لګياوي او کورته دراتګ وختونه يې بېل بېل وي .  
عن ابن عباس رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: أكرموا أولادكم وأحسنوا أدبهم  (الترغيب والترهيب).
ابن عباس رضي الله تعالي عنهما فرمايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: له خپلو اولادونو سره ښه کوﺉ او ښه خویونه ورزدکړﺉ .
له خپل اصل سره يې ومښلوه :
همدا راز والدينو ته په کار ده چي په پردېس کي خپلو اولادونو ته هغه ټولنېز اداب چي پخپل پلرني ټاټوبي او ټولنه کي يې ارزښت لري تل خپلو ماشومانو ته ورو ښيي نوچي کله بیا همدغه ماشومان له ډېره وخته وروسته بېرته خپلي ټولني ته را ستنېږي بيا به پخپلو ټولنو او سیمو کي نه هغوی دوحشت احساس کوي او نه به دټولني وګړي او کلیوال ورته دپرديو په سترګه ګوري .
دې لورته دنه پاملرني په اساس ډېر ځله داسي لېدل شوي چي په بهر کي ستر شوي ځوانان چي کله خپل پلرني ټاټوبي ته راغلي په ډېر لږ وخت کي له چاپېریال، خویونو، ټولنېزو ادابو سره د نابلدي په وجه دلتنګه شوي دي او دټولني او کورنيو افراد هم ورسره ستومانه شوي دي او ترمېنځ يې يوه دوحشت فضاء خوره وي، چي ددې پړه دهمدې نوي کول والدینو ته متوجه وي چي هغوی په پردېس کي دوی له خپل ټولنېز فرهنګ او ادابو سره نه وي بلد کړي .
ځکه خو والدینو ته په کار ده چي هغوی تل خپلو اولادونو ته دکور کلي اداب او خویونه وروښيي ، کیسې يې ورته بیان کړي همدا راز په پردېس کي له اوسېدونکيو هېوادوالو سره کوم چي دين دوسته او خوش اخلاقه وي کورنی راشه درشه وساتي، له هغو سره لیدني او کتني ولري ، همدا راز دکال په رخصتیوکي دڅه وخت لپاره خپل ماشومان او دکورنۍ غړي يوځل خپل هېواد ته بوزي ترڅو يې دخپلي پلرنۍ مېلي او ټولني مینه هم پخپلو زړونو کي راژوندۍ شي  او هم دټولني او چاپېريال له دودونو، عاداتو او دناستي پاستي له ادابو سره اشناشي .
په پای کي يوځل بيا دهجرت په ټاټوبي کي خپلو پردېسو مسلمانو وروڼو ته وايم چي خپل اولادونه د اخلاقي درنده ګانو او ځېناورانو په مېنځ کي بې څارني مه خوشي کوﺉ ترڅو ستاسو په موجوديت کي هغوی دنورو دپېښو په خپلولو سره او دهغوی په تقلید کي دبېدېنۍ او بې حيايي ښکار نشي، تل يې څارﺉ، ښه روزنه يې وکړﺉ او له قرانکریم، مسجد او نېکانو سره يې جوخت کړﺉ که نه نو دټولو هغو بدمرغیو او ناخوالو پړه به دالله تعالی اوټولني له خوا په تاسو باندي وي کوم چي هغوی پخپل راتلونکي ژوند کي ورباندي اخته او یا ورسره مخامخ کېږي .

لیکنه: ابو خلیل قدوسی



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.