
غور کې یوه سیمه ییزه راډیو سوځول شوې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په غور کې د «عدالت» په نامه یوه سیمه ییزه راډیو د نامعلومه وسله والو له لوري سوځول شوې ده.
د عدالت د راډیو مسوول عبدالسلام صمیم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تېره شپه درې برید کوونکو د راډیو پر دفتر حمله وکړه او د راډیو د خپرونو سټدیو او نور ټول توکي یې د پټرولو په وسیله وسوځول.
دی وايي، په دغه پېښه کې څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورسېدلی دی.
د عدالت راډیو له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د غور د ولایت په کچه خپرونې کولې، چې د پولیسو له پوستې سره په لس مترۍ کې پرته وه.
نږدې یوه میاشت وړاندې په غور کې د سرحد په نامه یوه بله خصوصي راډیو هم د ناپېژانده وسله والو له لوري سوځول شوې وه، چې تراوسه یې خپرونې بندې دي.
د بېګانۍ پېښې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.
په بېلابېلو ولایتونو کې د سیمه ییزو راډیوګانو زیاتره خپرونې د افغاني کلتور خلاف دي او ډېری یې په ټولنه کې د اخلاقي فساد په خپرولو تورنې شوي دي.