fbpx

د بلخ والي ته رسنيو سره د خبرو اجازه نه ده ورکړل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل)د بلخ نوی والي انجينير داود له مزار څخه کابل ته د راستنېدو پر مهال خبريالانو سره له خبرو کولو منع کړای شوی دی.

نوموړی تېره اوونۍ د خپل پلار د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه مزارشريف ته تللی و.

د انجينير داود سکرتر ضمير قيومي وايي، چې خبريالانو ته يې په هوايي ډګر کې د خبري کنفرانس بلنه ورکړې وه، خو په وينا يې په ولسي جرګه کې د بلخ استازي اسدالله شريفي او د هوايي ډګر امنيتي مسئول محمد خان له لوري اجازه ورنه کړل شوه چې له خبريالانو سره خبرې وکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د بلخ نوي والي ته ولې د خبرو کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، خو د هوايي ډګر امنيتي مسوول محمدخان ويلي چې دوی سره په دې رابطه همږي نه وه شوې.

په بلخ کې يوه سيمه ييز خبريال جاويد واک وايي، د نوي والي سکرتر ټول خبريالان د خبري کنفرانس لپاره ورغوښتي و، خو په وينا يې هيچا ته هوايي ډګر ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه او له نږدې يو ساعت انتظار وروسته ورته وويل شول چې “انجينير داوود ته د خبرو کولو اجازه ورنه کړل شوه.”

انجينير داوود چې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې د ولسمشر په امر د بلخ والي ټاکل شوی، خو د ارګ او عطاءنور تر منځ د سياسي تاوتريخوالي د رامنځته کېدو له کبله نه دی توانېدلی چې خپله دنده پيل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د جمعيت ګوند مشرتابه غړي او د ولسي جرګې لسګونه غړي بلخ ولايت ته تللي، ترڅو د راپورته شوې ستونزې لپاره وروستۍ پريکړه او حل لاره راوباسي او يا هم عطاءمحمد نور ته د دندې پرېښودلو قناعت ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د