افغانستان

له تورخمه ۸۰ کانتینره انار بېرته راګرځول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وايي، پاکستان د افغانستان د تازه مېوو ډکو موټرونو ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي، چې د انارو ۸۰ کانتینره بار موټرې بېرته راګرځول شوي دي.

د پسرلي په خبره، په دې وروستیو کې پاکستان په خپلو ګمرکي قوانینو کې بدلون راوستی او هغو مېوو ته اجازه نه ورکوي، چې په نړیوالو معیارونو برابرې نه وي.

دی وايي، د تازه مېوو ۸۰ کانتینره له تورخمه بېرته راګرځول شوې، چې د تازه مېوو سوداګرو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د پسرلي په خبره، د تازه مېوو د صادراتو لپاره اړتیا ده، چې سوداګرو ته څلور ډوله اسناد ورکړل شي؛ ګنې پاکستان د افغانستان تازه مېوو ته اجازه نه ورکوي.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د ۸۰ کانتینرو د بېرته راګرځولو د تایید ترڅنګ ویلي، چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هڅه پیل کړې، چې دغه مسئله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دی وايي، افغانستان د پاکستان هغو سوداګریزو توکو ته د داخلېدو اجازه ورکوي، چې نړیوال سرټیفیکېټونه نه لري؛ خو پاکستان د افغانستان په صادراتو بندیز لګولی دی.

د چاه بهار بندر له پرانیستو وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په راکړه ورکړه کې کموالی راغلی دی.
په تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه څلور میلیارده ډالرو ته رسېده؛ خو اوس یوازې یو میلیارد ډالرو ته راښکته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x