مايک پنس د القدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته اسرائيلو ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پلازمېنې له پېژندلو وروسته د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس اسرائيلو چارواکو سره د ليدو او بحثونو لپاره د اسرائيلو پلازمېنې تل ابيب ته رسېدلی دی.

د اسرائيلي ښکېلاک لومړي وزير بنيامين نتنياهو د پنس تود هرکلی کړی او هغه يې «ستر دوست» بللی خو فلسطينيانو له هرکلي ډډه کړې ده.

د بیت المقدس په اړه د ټرمپ له پرېکړې وروسته دا لومړی ځل دی، چې د امریکا تر ټولو ستر چارواکی اسرائيلو ته سفر کوي او اسرائيلو سره خپل يووالی ښکاره کوي.

فلسطيني چارواکو له مايک پنس سره له ليدو انکار کړی او له همدې امله د عربي چارو کارپوهان وايي، چې د سولې بهير له سخت خنډ او ځنډ سره مخ شوی دی.

اسرائيل ټينګار کوي، چې امریکا له فلسطين سره د سولې په اړه مهم او اغېز لرونکی هېواد دی، خو د فلسطين ولسمشر محمود عباس او نورو جهادي ډلو ويلي، چې ټرمپ د منځګړيتوب رول له لاسه ورکړی او نور نشي کولی، چې د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ د سولې رول ادا کړي او هوډ يې کړی، چې نه به له امریکايي پلاوي سره وګوري او نه به يې د سولې په اړه خبره ومني.

اسرائيلو ته له سفر وړاندې مايک پنس د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سيسي او د اردن له پاچا عبدالله الثاني سره ليدلي دي. امریکايي چارواکي وايي، چې پنس له دغو عربي مشرانو غوښتي، چې له اسرائيلو سره د سولې په اړه پر فلسطينيانو فشار زيات کړي.

د امریکا مرستيال ولسمشر به نن دوشنبه د اسرائيلو پارلمان ته وينا هم وکړي او نتنياهو ويلي، چې امریکا د اسرائيلو تر ټولو ستر دوست هېواد دی، په سيمه کې به د ایران د نفوذ او اټومي پروګرام د مخنيوي لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.