افغانستان

د غزني ولایت پر مقام توغندیز برید شوی

د غزني چارواکي وايي چې د ولایت د مقام پر ګډون په ښار کې دوه توغندي لګېدلي دي. دغه توغندي نن سه شنبه له غرمې مخکې د ولایت پر مقام توغول شوي دي، چې د چارواکو په خبره یو يې د ولایت په مقام او بل يې په یو سوداګریز مارکیټ لګېدلی دی.
په غزني کې روغتیايي مسوولین وايي چې د توغندیو له لګېدو وروسته ورته نهه تنه ټپیان ور وړل شوي دي، چې د ولایت مقام کارمندان هم پکې شامل دي.

تراوسه مالومه نه ده، چې په یادو ټپیانو کې د غزني والي هم شامل دی او که نه. چارواکو د والي د سلامتۍ اړوند څه نه دي ويلي.
د یادې پېښې اړوند طالبانو لا تراوسه رسماً څه نه دي ويلي، مګر تېره ورځ د طالبانو د خیبر د عملیاتو لومړۍ ورځ وه، چې د هېواد دنوروسیمو په شمول يې په غزني کې هم پر څو پوستو بریدونه کړي و، چې د طالبانو له قوله درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دا په داسې حال کې دی، چې له پرون راهیسې د غزني ولایت امنيتي مسوولینو د  دې ولایت په پنځو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي دي، چې په خبره يې غواړي د طالبانو پروني بریدونه په  قره باغ، واغظ، ګیرو، زنخان او خواجه عمري ولسوالیو کې په شا وتمبوي، چې لا تراوسه بریالي شوي نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x