fbpx

۱۹ کلنو افغان لوبډله څنګه کولای شي کوارټر فاینل وګټي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغه، ۱۳۹۶ل): په نېوزېلنډ کې د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرېکټ نړیوال جام لومړی پړاو سر ته رسیدلی او د کوارټر فاینل لپاره د لوبډلو او مخالفو لوبډلو انتخاب شوی دی.

په دې سیالیو کې به افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نیوزېلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې په وړاندې په ۲۵ جنوري د پنجشنبې په ورځ مخ کیږي، همدا ډول به انګلستان له استرالیا او بنګلدیش به له هند لوبډلې سره مخ شي.

په یاد جام کې د نیوزېلنډ لوبډله له څو خواوو غوره والی لري، لومړی دا چې نیوزېلنډ لوبډله د ځای او مینوالو له حالاتو سره پوهه ده ځکه چې دوی پخپل کوربه توب سیالۍ ترسره کوي، چې همیش یوه لوبډله پخپل هېواد کې ښه ځلیږي.

دوهم، په تېرو څو سیالیو کې نیوزېلنډ درې لوبې ترسره کړي او درېواړه یې په ستر هدفونو ګټلي، لومړی لوبه یې د ویسټ انډیز په وړاندې ترسره کړه، چې د ۲۳۴ منډو هدف یې د ۲ لوبغاړو په سوځیدلو په ۳۹.۳ اورونو کې پوره کړ چې یوه لوبغاړي یې په کې ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

دوهمه لوبه یې د کینیا په وړاندې ترسره کړه چې نیوزېلنډ د ۵۰ اورونو په لوبولو سره د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو ۴۳۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۴۳ منډو په ستر توپیر وګټله، په دې لوبه کې یوه لوبغاړي ۱۸۰، دوهم لوبغاړي ۱۱۷ او دریېم لوبغاړي ۹۰ منډې جوړې کړې، همدا ډول دریېمه لوبه یې د سویلي افریقا په وړاندې ترسره کړه چې د ۷۱ منډو په توپیر یې وګټله.

له بل اړخه افغان لوبډلې په ۳ لوبو کې دوه ګټلي او یوه یې بایللې ده، چې ددواړو لوبډلو ترمنځ ستر توپیر ښکاریږي.

د نیوزېلنډ لوبډلې لخوا د سر درې لوبغاړو: جیکوب بولا: ۳۰۷، راچن رویندرا ۲۱۵ او فین الین ۲۳۲ منډې جوړې کړې.

که افغان لوبډله کوارټر فاینل کې ګټه ترلاسه کوي باید د مخالف لوبډلې د سر ۳ لوبغاړي ژر تر ژره په لومړیو اورونو کې وسوځوي، او که داسې ونشوه شونې ده نیوزېلنډ لوبډله به افغان لوبډلې ته ستر هدف وټاکي چې پوره کول به یې افغان لوبډلې لپاره خورا ستونزمن وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د