fbpx
دکتور احمد موفق زیدان

طالبان څنګه بريالي شول او القاعده څنګه ماته شوه؟ دوهمه برخه

دکتور احمد موفق زیدان
د الجزيرې شبکې نوميالی ژورنالېست، چې نږدې درې لسيزې يې د افغانستان وضعيت له نږدې څارلی

د دې لیکنې دوهمې برخې ته مې وروسته تر هغه لیوالتیا ډېره شوه، چې لومړۍ برخې یې تاوده بحثونه راوپارول او د موافقینو او مخالفینو له هرکلي او غبرګون سره مخ شوه.

ځینو لوستونکو ګومان کړی و چې د طالبانو له کامیابۍ څخه زما مقصد د سپټمبر یوولسمې پیښې نه مخکې د طالبانو د امارت کامیابي وه. که څه هم په لیکنه کې رښتیا هم په هماغې مرحله ترکیز شوی، خو زما مقصد تنها دغه مرحله نه وه. او دا ځکه چې د امریکا په مشرۍ د ۳۸ هیوادونو په وړاندې نظامي بریا، تر هغې نظامي او سیاسي بریا کمه نه ده چې كله طالبانو امارت تاسیس کړ او د پخوانیو مجاهدینو تیت و پرک تنظیمونه يې مات کړل.

په هر حال، د لیکنې په دوهمه برخه کې غواړم د طالبانو د بریالیتوب او د القاعده د ماتې عملي اړخ وڅیړم.

سره له دې چې پاکستان د طالبانو پر خلاف په یو لوریزه جګړه کې ښکېل شو او د طالبانو د واکمنۍ په راپرځولو کې يې د امریکا په مشرۍ د ۳۸ هیوادونو له ایتلاف سره لاس یو کړ، د طالبانو سفیر عبدالسلام ضعیف یې امریکا ته تسلیم کړ چې بیا ګوانتنامو ته ولیږدول شو، د ملا برادر په شمول یې ګڼ طالب مشران بندیان او د کابل حکومت ته وسپارل، خو د پاکستان په خلاف د طالبانو یوه اعلامیه هم صادره نه شوه. دا ځکه چې د طالبانو تحریک همیشه د سیمې د جغرافیې جبر درک کړی او پوهیږي چې پاکستان د دوی لپاره د تنفس یوازینی سږی دی. همدا راز د دواړو لوریو ترمینځ ګڼ نژادي او جغرافیوي مشترکات وجود لري چې له بهرنۍ نړۍ او قبایلي سیمو له پښتنو سره د طالبانو د نږدیوالي لامل ګرځیدلي، او تر ټولو مهمه دا چې د دغو مشترکاتو په واسطه طالبانو د خپل فکري ژورتابه له مدرسې سره تعلق ټینګ ساتلی، کوم چې له حنفي دیوبندي مدارسو څخه عبارت دي او د طالبانو لپاره د سربازګیرۍ او د فکري او دیني مرجع حیثیت لري.

د بیت الله محسود په مشرۍ د پاکستاني طالبانو تحریک کوښښ وکړ چې د افغان طالبانو مشروعیت خپل ځان ته ترلاسه کړي. خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاکستان په چارو کې مداخله رد کړه او بیت الله محسود او د هغه ځای ناستو ته یې ته په خپلو پیغامونو کې سپارښتنه وکړه چې له پاکستاني حکومت سره د فرعي او حاشیوي جګړو د جبهاتو له پرانیستلو څخه ډډه وکړي. بیا یو وخت داسې راغی چې د افغانستان طالبانو د پاکستاني طالبانو له کړنو څخه ښکاره برائت اعلان کړ.

د افغانستان طالبانو وکولی شول چې د پاکستاني حنفي او دیوبندي مفکورې سره د نږدې اړیکو په لرلو سره، خپل ځان له هغو دیني فتواګانو څخه وژغوري چې امکان یې درلود پرضد یې استعمال شي. نو ځکه یې د پاکستاني علماوو په هکله مثبتې څرګندونې کولې، او پاکستانیو علماوو هم د طالبانو په خلاف دا حربه نه استعمالوله، حال دا چې واشنګټن ډیر څه وکړل چې له پاکستاني علماوو څخه لږترلږه داسې یوه فتوی ترلاسه کړي، چې په افغانستان کې د طالبانو د جګړې او جهاد دیني مشروعیت محوه کړي. او یا ښايي واشنګټن غوښتل چې د دغې فتوی په واسطه د ټولې دیوبند مدرسې هغه بنسټیز مقصد له مینځه یوسي چې د پاکستان د تاسیس له وخته پرې دغه مدرسه ولاړه ده او لسیزې یې دغه هیواد ته دیني مشروعیت ساتلی دی.

که له هرې ډډې يې وګورو، د حنفي دیوبندي منهج له اړخه او یا د افغاني واقعیتونو، کړاوونو، دردونو او ارمانونو د درک کولو له زاویې؛ په دواړو حالاتو کې ویلی شو چې د طالبانو تجربه له اصیل افغاني زړي څخه راټوکېدلې وه. طالبان د القاعده تنظیم په شان نه وو. دا سمه ده چې القاعده په افغانستان کې کلونه او لسیزې وخت تیر کړی و، خو حالت یې د هغه چا په څیر و، چې د پراشوټ او چتریو په واسطه په یوې داسې ځمکه راکوز شي چې نه یې په ژبه پوهیږي او نه یې لارې ګودرې ورمعلومې وي. خلک متل کوي: ځمکې هغه کس وواژه چې په کې نابلده و. له همدې کبله طالبانو د پخواني جهاد د وخت په شان عربو او عجمو بهرنیانو ته په مشرتابه، شوری، جرګو او نورو چارو کې ځای نه ورکاوه، بلکې د میلمنو په سترګه یې ورته کتل او د یو میلمه د حقوقو او واجباتو پر اساس یې چلند ورسره کاوه.

خو په سوریه، عراق او نورو هیوادونو کې د طالبانو د دې کار برعکس کړنې روانې وې، د القاعده په مشرانو کې بهرني اتباع ورننوتل او لوړو پوړیو ته ورسیدل، که څه هم په هیئة تحریر الشام کې دا کار یو څه کم شو. د بېلګې په ډول مونږ داسې قاضیان او په سړکونو داسې پولیس ولیدل چې آن په عربي ژبه یې هم سمې خبرې نه شوی کولی، دا خو لیرې پریږده چې د قومونو، کلیو او ښارونو ترمینځ یې حساسیتونه او د مخالفتونو لوړې ژورې درک کړی وای. تر ټولو بده یې دا چې د انقلاب د هغو رښتینو خاوندانو رول یې پیکه کړ چې په لومړي ځل یې د حق نعره اوچته کړې وه.

افغان طالبانو له ولس او مخورو خلکو سره په خپل ښه چلند او کړنو اړیکي ټینګې کړې وې، حتی مونږ ولیدل چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په اوایلو کې حامد کرزی د بهرنیو چارو د معین په توګه ټاکلی و، چې وروسته بیا د طالبانو مخالف شو. له افغان ولس سره د طالبانو تعامل د دې باور پر اساس و چې طالبان ولس دی او ولس طالبان دي. خو په سوریه او عراق کې القاعده تنظیم د دې برعکس تعامل وکړ، داسې چلند یې کاوه لکه دوی چې په ولس برلاسي او مشران وي. کله کله یې دغه نظریه په اعلامیو کې هم منعکسه کیده، او مسلمانانو ته به یې د «عامو مسلمانانو» لفظ کاراوه، لکه دوی چې خاص مسلمانان وي.

افغان طالبانو له ابتداء نه په دې ټینګار کړی چې دوی یوه ملي افغاني اجنډا لري، او حتی له هغو ګونګسو سره یې هم مخالفت نه ښود چې ګواکې طالبان د پخواني پاچا ظاهر شاه له راتګ سره موافق دي، تر دې چې په ۱۹۹۷م کال په کابل واکمن شول نو نړۍ د خپل اټکل برعکس حیرانه شوه چې دا خو د پخواني پاچا له راتګ سره مخالف دي!!. د امریکا د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیره (ماډلین البرایټ) د سختې نارامۍ څرګندونې وکړې، او ویې ویل چې واشنګټن څو کاله په دې هیله له طالبانو سره تعامل کاوه چې ګوندې پخوانی پاچا به راولي.

طالبانو په خپلې هیوادنۍ اجنډا لا زیات ټینګار وکړ، د نورو جهادي ګوندونو کسان یې راجلب کړل، د خلافت مفکوره یې رد کړه، مشر یې په افغاني امارت باندې ټینګار وکړ او ۱۵۰۰۰ افغانان، چې یو بهرني هم په کې شتون نه درلود، یې راغونډ کړل او د افغانستان اسلامي امارت یې اعلان کړ. له سعودي عربستان، اماراتو، قطر، بنګلدیش او پاکستان سره یې اړیکي ورغولې او څلورو هیوادونو په رسمیت وپیژندل او دا هغه څه و چې طالبانو ته یې لا زیات مشروعیت ورکړ، تر دې چې د سپتمبر یوولسمې پیښې رامینځته شوې.

پاتې شوه القاعده؛ نو تهران ته د القاعده د فیصلو د واګي په انتقال سره دا تنظیم، اجنډا او جګړې يې له تباه کوونکي خطر سره مخ شول. سیف العدل چې د القاعدې له مشرانو څخه دی او له ۱۷ کلونو راهیسې په تهران کې د انقلابي ګارډ تر اجباري څار لاندې ژوند کوي، څرنګه به وکولی شي چې په شام او عراق کې د ایراني اشغال پر خلاف پلانګذاري وکړي؟! تر ټولو بده یې دا چې لا هم بعضي کسان له نوموړي سره په داسې مهمو او هراړخیزه چارو کې د موافقې او مشورې لپاره اړیکه نیسي، چې نوموړي ته په خپل هیواد مصر کې نه دي ورمعلومې، سوریه خو لیرې خبره ده. بیا که پوه هم شي نو ایراني کوربه به یې هغه لارښوونې څرنګه وزغمي چې د ځان په تاوان یې وي.

په سیاسي او نظامي لحاظ ډیری غولیدلي خلک ګومان کوي چې د سیاسي او نظامي جګړو په ډګر کې تنها اخلاص او صداقت کافي دي. حال دا چې دا دوه صفتونه په دین کې کفایت نه کوي بلکې (د عمل صحت) یو بل مهم او اساسي شرط دی، نو بیا څرنګه کیدی شي چې اخلاص او صداقت د یو عمل د صحت لپاره دلیل وګرځي. هېره دې نه وي، ډیری سیاسي غولیدلي چې کله د خپلې لوبـې دایرې ته ګوري نو ګومان کوي چې په ډیره لویه دایره کې لوبیږي، خو دا یې له یاده وتلي وي چې تر دې دایرې بیرون ګرچاپیره یوه بله سیمه ایزه او نړیواله دایره هم شته چې د دې په نسبت ډیره لویه ده، او په دې توګه مونږ وینو چې د ده د دایرې ټوله ګټه هغې بلې لویې دایرې ته ورتوییږي..

هغه څوک [القاعده] چې خپلې لارښوونې له داسې مشرتابه څخه اخلي چې له ۱۷ کلونو راهیسې په تهران کې بندیوان دی، داسې مثال لري لکه څوک چې له صهیونیستي رژیم سره له بنديوان مشرتابه څخه لارښوونې او هدایات اخلي ترڅو د همدغه رژیم په خلاف وجنګیږي او ماتې ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د