افغانستان

د کندهار ۳ ولسوالۍ ښوونځي نه لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کندهار کې د نسبي امنیت سربېره بیا هم د ښورابک، ریګستان او غورک ولسوالۍ فعال ښوونځي نه لري او د ولسوالیو زرګونه ماشومان له زده کړو محروم پاتې دي.

د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون مني، چې د دغه ولایت درې ولسوالۍ ښوونځي نه لري.

دی وايي، په ښورابک، ریګستان او غورک ولسوالیو کې د ښوونځیو د نشتوالي لامل د تشکیل نه شتون او ځینې نورې ستونزې دي چې په دغو ولسوالیو کې فعال ښوونځي نشته.

د پوهنې د رییس په خبره، د کندهار په درېیو نورو ولسوالیو کې ۱۱۹ بابه ښوونځي د مختلفو لاملونو له مخې تړل شوي، چې تراوسه یې د بیا پرانیستو په اړه هېڅ اقدام نه دی شوی.

د عبدالقادر پیوستون په خبره، اوسمهال په کندهار کې ۵۳۸ بابه ښوونځي شته، چې ۴۱۹ بابه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.

کندهار کې ډېری فعال ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په ازاده فضا کې زده کړې کوي.

تېره میاشت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې«یونیسیف» په افغانستان کې د پوهنې د ودې او ښه کولو په موخه د پوهنې وزارت سره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته وکړه، چې د مرستې نیمايي برخه به یې د نویو ښوونځیو په جوړولو ولګېږي.

د پوهنې وزارت وايي، اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۰۰۰ ښوونځي تړل شوي، چې ډېر یې په سویلي ولایتونو کې دي.

د پوهنې وزارت کې د پراخ اداري فساد، خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو او خیالي ادارو له امله د لرې پرتو سیمو زرګونه ماشومان ښوونځي نه لري او نالوستي پاتې کېږي، چې شمېره یې نږدې ۳ میلیونه ماشومانو ته رسېږي، چې له زده کړو محروم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x