کانټیننټل برید: د «افغان یم» چیغې له مرګه وژغورلم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل په انټر کانټیننټل هوټل د تېرې ورځې د برید یو عیني شاهد د بي بي سي عربي څانګې ته ویلي چې د «افغان یم» چیغې له مرګه ژغورلی دی.

عیني شاهد چې د نامه له اخیستو ډډه کوي، بي بي سي ته ویلي چې له خپل زوی سره یې د ماسخوتن ډوډۍ خوړه، چې بریدګرو د تفنګچو ډزې پیل کړې او د «بهرنیان چیرې دي؟» نارې يې وهلې.

نوموړی زیاتوي چې وسله والو بریدګرو خلکو ته ویل چې دوی افغانان نه وژني، بلکې تنها په بهرنیانو پسې ګرځي.

یاد عیني شاهد وايي چې له همدې کبله یې بریدګرو ته د «افغان یم» په چیغې خپل ځان وروپیژاند او هغوی هم پریښود.

تېره ورځ اریانا تلویزون او پژواک خبري اژانس ته هم عیني شاهدانو ویلي و چې د بریدګرو هدف یوازې بهرني اتباع و.

اما دا چې ویل کیږي، په پیښه کې د سولې شورا کارمند (احمد فرزان) او په پیښور کې پخواني افغان قونصل (عبدالله وحید پویان) په شمول یو شمیر افغانان وژل شوي، د طلوع تلویزون خبریال عبدالحق عمري، چې پخپله هم د پیښې عیني شاهد و، په اړه وايي چې یاد کسان د بریدګرو په ډزو نه دي وژل شوي، بلکې د اور لګېدنې نه وروسته د تنفسي اختناق له کبله مړه شوي.

له سیمې تازه راپورونه وايي چې د څلورویشت ساعتو په تېریدو لا هم هوټل ته خبریالان نه ورپریښودل کیږي او ګومان کیږي چې ګڼو خارجي اتباعو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اباسین
میلمه
اباسین

که په نښه شوې کس د افغان په ځای خراساني یا افغانستاني چیغې وهلې د برید کونکې غبرګون څه واي ؟

اقبال
میلمه
اقبال

ګوره له پرونی کوم خارجی چه ځان یی د ( زه افغان یم ) په ویلو د قهرمانو مجاهدینو له وژلو ژغورلی د طالبانو د عمومی کیفیت څرنګوالی کوی چه طالبان خپل هغه افغانان نه وژنی چه د دوی په ضد نه جنګیږی صرف د اشغالګرو پسی ګرځی وژنی هم اشغلګر او که روغه چوړه هم کوی د ااشغلګرو سره به یی کوی د چا سره چه د چا جنګ ږی د هغوی سره که د دواړو اړخو خوښه وی یعنی اشغلګر دی ته اماده شوی چه زمونږ ټاټوبی په ارامه پریږدی نو د ورغی جوړی مذاکری پیل کیږی .… نور لوستل »

اقبال
میلمه
اقبال

د طالبانو دا څومره تاریخی اعلان دی چه په کانتیننتل باید لمړی اعلان کی وایی چه افغانان له بهرنیانو لیری شی حتی دا هم نه وایی جه د کابل غلامان او باداران له عامو افغانانو لیری شی ، یعنی طالبان خپل افغانانو نه وژنی که څه هم غلامان او د ملت دشمنان وی دا معنی چه همدا د طالبانو عمومی فارمول دی په افغانانو یی زړه سوځی د کابل دغلامی اداری په شان نه دی چه د پیکپو پوری یی تړی او سړکونو کی یی د انسانی کرامت او حقوقو بشر د اصولو خلاف راکاږی او لا یی له مرګ… نور لوستل »

بختیار
میلمه
بختیار

هغه خارجی چي خپل وجوديي دافغان په نامه خلاص کری نورو بهرني اتباعو ته به یي دفدایانو ددي کارکردگی او په افغانستان کي دپاتي اشغال په مورد به یی مشوره سه وي؟