
باید له بشري کمیسیون څخه ابزاري استفاده و نشي
نن ټکی آسیا – سرمقاله: تیر۱۳۹۲ کال د بهرنیو او کورنیو ځواکونو له لوري (۳) ډیرې زړه بوږنوونکې پیښې رامنځته شوې.
لومړۍ پیښه د هلمند ولایت په شوراوک سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د هغه دوه کلن ماشوم وژنه وه چې دخپل بام پر سر دګرځیدو پرمهال وویشتل شو او بیايې دخپل مور اوپلار ترمخ په روغتون کې سا ورکړه .
د دغه دوه کلن ماشوم دشهادت ویرجنه پیښه خپله دهلمند دوالي ویاند عمرځواک هم تائید کړه.
دوهمه پیښه هم دهلمند ولایت د مرجې ولسوالۍ په سیستاني سیمه کې د هغه نه کلن ماشوم زړه بوږنوونکی شهادت وه چې د محلي پولیسو(اربکیانو ) په مخامخ ډزوکې په نښه او همالته ځای پرځای شهيد کړای شو.
دریمه پیښه د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په بیرحمانه بمبارکې د هغو ۱۴تنو ولسي وګړو چې ډیری ورکې ښځې او ماشومان ول مظلومانه شهادت وه چې خپله د دولت لخوا لیږل شوي پلاوي هم د هغوی پر وژنه اعتراف وکړ او د دغه پلاوي مشر عبدالستارخواصي هغه مهال د پیښې په اړه بي بي سي راډیوته داسې وویل :
”د شپې په لسو بجو بهرنیو ځواکونو بیا بمباري پيل کړه او تر سهاره یې د وغز دره ټول بمبار کړه او نور ولسي وګړي هم ووژل شول”.
خو تيره ور ځ په کابل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دمرستندويه پلاوي (يوناما) مشر يان کوبيش، او د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشرې سيما ثمر په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې په تېر ١٣٩٢ کال کې په افغانستان کې ٥٧١٠ ملکي وګړي وژل شوي او د دغو وژنو ډیره پړه دوسله والو مخالفینو پر غاړه ده.
دنوموړې له لوري د ٦٣ تنو وژل شویو ولسي وګړو پړه پرکورنيو او بهرنيو ځواکونو ور اچول شوه د، ١٣٧ تنو د وژلو مسؤليت د ناپېژاندو کسانو او د پاتې نورو (٦٥٦) تنو وژل شویو پړه د دولت د مخالفينو پر غاړه ور واچول شوه.
په افغانستان کې د يوناما مشر يان کوبيش هم د سيما ثمر په څیر دولسي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو د وژلو او له هغوى دناوړه ګټې پورته کولو پړه د دولت پرمخالفینو ور واچوله او هغوی یې په دې ملزم کړل چې د ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دى.
هغه څه چې په دې اړه باید وویل شي هغه دا چې ښاغلی یان کوبیش او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره آغلې سیماثمر باید خپل کاري رپوټونه د هغو واقعیتونوپه رڼاکې په منصفانه ډول ترتیب کړې کوم چې هره ورځ په افغانستان په تیره په لیري پرتو او غیر ښاري سیموکې تر سره کیږي ، هغه که د بهرنیو ځواکونو له لوري وي، که د دولتي قواوو او یاهم وسله والو مخالفینو لخوا.
داچې د ملګرو ملتونو د یوناما مشر او همدا راز د بشري حقونو دکمیسیون بغیر له اسنادو او شواهدو په هر رپوټ کې د ولسي وګړو د وژنې ډیره پړه یواځې د وسله والو مخالفینو پرغاړه وراچوي دا دکاري مسؤلیت د تر سره کولو په معنا نه ، بلکې د دې ښکارندوینه کوي چې دغه دواړه رسمي جهتونه هم لکه د امریکایانو نور مربوط تبلیغاتي او استخبارتي حلقات د بهرنیانو لخوا د خپلو مخالفینو (طالبانو) په ضد د تبلغاتي ابزارو په توګه کارول کیږي او نور ورته کوم قانوني او حقوقي حیثیت نه ورکوي، چې دا کار د هغوی د حیثیت لپاره یوکاري ضربه او د هغوی له حقوقي حیثیت څخه ابزاری استفاه ګڼل کیږي چې باید دوی په تینګه تري ځان وساتي.
د نن ټکي آسیا سرمقاله