افغانستان

کانټنینټل برید: د طلوع نیوز خبریال د عیني شاهد په توګه کیسه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): عبدالحق عمري، د طلوع نیوز خبریال هغه څوک چې پر کانټنینټل هوټل د ټول برید عیني شاهد پاتې شوی، خپله کیسه کوي.

عمري له برید وروسته د له طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي، چې بریدګرو وړاندې تر دې چې پر چا ډزې وکړي، لومړی يې داسې مواد غورځول چې نفس پکې تنګېده او ور يې لګولی شوای.

هغه وايي، احمد فرزان او عبدالله وحيد پويان له دوی سره په یوه خونه کې و، چې دواړه د نفس تنګۍ له امله مړه شول، دوو ګارسونانو او یو تن د حارث مومند په نوم د دوی د خونې ملګري له څلورم پوړ نه ځانونه وغورځول.

عمري وړاندې زیاتوي، بریدګرو په هره خونه ډزې نه کولې؛ بلکې داسې فکر کېده چې دوی وړاندې تر دې ځينې خونې په نښه کړې وي، چې باید پکې مېشت کسان ووژني.

دغه بريد چې وړمه شپه شاوخوا نهه بجې پیل شو، پرون نږدې غرمه مهال پای ته ورسيد، طالبانو يې مسوولیت پر غاړه واخیست او خپل بریدګر يې معرفي يې کړل.

عبدالحق عمري وايي، بریدګرو ټوله شپه په پوره ارام خونې پلټلې او د هدف وړ کسان يې وژل، د امنیتي ځواکونو تر سهاره کوم درک نه لګيده.

دغه عیني شاهد وايي، چې سهار شاوخوا څلور بجې وي چې لاندې دوی د امریکايي ځانګړو ځواکونو غږونه واورېدل چې مخابرو کې يې خبرې کولې.

د عمري په قول لومړی د هوټل ګارسون د برید خبر ورکړ، لاندې پوړ کې يې د ډزو غږونه واورېدل او ډېر ژر بریدګر د دوی تر دهلیزه ورسېدل.

په ورته توګه د برید یو بل تن عيني شاهد چې د نامه له اخیستو پرته يې بي بي سي ته ویلي، له خپل زوی سره یې د ماسخوتن ډوډۍ خوړه، چې بریدګرو د تفنګچو ډزې پیل کړې او د «بهرنیان چیرې دي؟» نارې يې وهلې.

نوموړی زیاتوي چې وسله والو بریدګرو خلکو ته ویل چې دوی افغانان نه وژني، بلکې تنها په بهرنیانو پسې ګرځي.

یاد عیني شاهد وايي چې له همدې کبله یې بریدګرو ته د «افغان یم» په چیغې خپل ځان وروپیژاند او هغوی هم پریښود.

تېره ورځ اریانا تلویزون او پژواک خبري اژانس ته هم عیني شاهدانو ویلي و چې د بریدګرو هدف یوازې بهرني اتباع و.

افغان چارواکي د تلفاتو په اړه ضد او نقیض څرګندونې لري، د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ بهرنیانو په ګډون د ټولو وژل شویو کسانو شمېر ۱۸ تنه ښودلی، خو د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ويلي، د شپږ بهرنیانو په ګډون د ۱۹ تنو مړي ور وړل شوي.

رویټرز بیا د یو افغان چارواکي له قوله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو هم لوړ بولي.

طالبانو هم د وژل شویو کسانو په اړه دقیق معلومات نه دي ورکړي، خو سرتېري بریدګر يې پنځه تنه ښوودلي او ويلي يې دي چې د بهرنیانو په ګډون يې لسګونو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x