د چيچين ولسمشر: امریکا په افغانستان قصداً جګړه اوږدوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د چيچن ولسمشر رمضان قدیروف وايي، امریکا په قصدي ډول افغانستان کې د جګړې اوږدولو هوډ لري.

نوموړي پر انټرکانټینینټل هوټل د بريد په تړاو ويلي، امریکا دعوه کړې وه، چې دې هېواد کې به امن راولي خو د یوې نیمې لسیزې په تېرېدو لا هم پخپله دې دعوه کې ناکامه ده.

قدیروف وايي، امریکا او متحدين يې په افغانستان کې په قصدي ډول د جګړې اوږدول غواړي.

د هغه په خبره دوی غواړي، په لوی لاس اسلامي نړۍ له پښو وغورځوي.

امریکا هم پخپله دفاعي ستراتېژي کې په ډاګه وویل، له «تروریزم» د مبارزې پر ځای به يې راتلونکې نهه کاله ټول تمرکز له سترو ځواکونو سره پر سيالۍ وي.

که څه هم افغان چارواکي د خپل تکراري عادت له مخې د امریکا هره ستراتېژي ګټوره بولي او هرکلی يې کوي، خو ملي شورا بیا د امریکا پر دفاعي ستراتېژي نیوکه وکړه.

د ملي شورا غړو، د امریکا د دفاعي ستراتېژي تر اعلان وروسته وویل، امریکا غواړي له افغانستان څخه د ټوپ د تختې په توګه کار واخلي.

د امریکا د دفاع وزیر جمیز میټس د دې ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پر روس، چین، ایران او شمالي کوریا هم تبصرې وکړې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د