fbpx

کندهار: زندانيانو د بې عدالتۍ له امله اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندهار په مرکزي زندان کې ګڼو زندانیانو د بې عدالتۍ له امله د نه خوړو اعتصاب کړی دی.

زندانيان وايي، له مرکزه یو پلاوی د دوسیو د څېړلو په پلمه راغلی او بې له کومو اسنادو او شواهدو هر زنداني ته ۱۵ کاله بند لیکي.

دوی وايي د داسې زندانیانو شمېر ډېر دی چې د بند موده يې له کلونو اوړي، خو لا يې هم دوسیې نه دي څېړل شوې.

سپوږمۍ راډيو د کندهار ځايي چارواکي د زندانیانو د اعتصاب په تړاو غلي بولي او وايي چې له څه ویلو ډډه کوي.

زندانيانو ګواښ کړی چې که د دوی دوسیې له اصولو سره سم ونه څېړل شي دوی به اعتصاب ته دوام ورکړي.

وړاندې تر دې هم کندهار مرکزي زندان کې، پلازمېنه کابل کې د څرخي پله زندان کې او بګرام کې زندانیانو د ناسم چلند، شکنجې او دوسیو نه څېړلو له امله څو ځلې ورته ګامونه اخیستي دي.

کندهار، هغه ولایت دی چې پر مرکزي زندان سربېره يې امنیه قومندان جنرال رازق او د هغه ورور تادین هم شخصي زندانونه لري، چې ګڼ افغان ځوانان پکې تر شکنجو لاندې شپې سبا کوي.

د بشري حقونو فعالانو د ورته ستونزو په تړاو تر اوسه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د