افغانستان

کابل: د یوناما یوه کارکوونکې تښتول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کابل ښار خیرخانه سیمه کې د یوناما یوه کارکوونکې تښتول شوې ده.

طلوع نیوز د عیني شاهدانو په حواله وايي، مېرمن له خپل ماشوم سره روانه وه، چې نامعلومو وسله والو دواړه خپل موټر ته پورته کړل.

د سرچينې په وینا پېښه «تانک تیل خورشید» ځای ته څېرمه شوې او تښتوونکو د دې مېرمنې موټر چلوونکی هم وژلی دی.

کابل ښار امنیتي مسوولینو د پېښې اړوند له رسنیو سره څه نه دي شریک کړي.

وړاندې تر دې هم ګڼ بهرنیان د بېلابېلو ډلو او طالبانو له لوري ژوندي تښتول شوي دي.

د یوناما دفتر تر اوسه د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x