دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي دعوت طريقه او شرطونه

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه أما بعد:

اسلامي شريعت د اسلامي دعوت د پاره لاندې طريقې او قواعد وضع کړي دي :

۱- د الله د دين طرف ته دعوت به په حکمت او ښه پند سره وي ، لقوله سبحانه وتعالی : ادْعُ إِلَى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ [النحل:125] .

ژباړه : (خلکو ته ) د خپل رب لارې ته په حکمت او ښه پند بلنه ورکړه .

۲- د هغوی سره په ښه شان په دليل بحث کول ، لقوله سبحانه وتعالی :

وَجَادِلْهُمْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن [النحل:125]. وقال تعالى:وَلا تُجَادِلُوا أَهْلَ الْكِتَابِ إِلَّا بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ [العنكبوت:46].

ژباړه : او د دوی سره په هغه توګه چې تر ټولو لارو ښه ده خبرې اترې وکړه ، او اهل کتابو سره له غورې لارې پرته بحث او جدال مه کوئ .

۳- د هغوی په اذيت او آزار باندې صبر کول :

قال تعالى:وَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَاهْجُرْهُمْ هَجْراً جَمِيلاً [المزمل:10].
ژباړه : او په هغه څه چې دوی وايي زغم وکړه او په ښه شان له دوی ځان لیرې وساته .

۴- د ناهېلې او مايوسي نه ځان ساتل او هغوی ته د اصلاح او هدايت دعا کول :

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ رضی الله عنه قَالَ: كَأَنِّي أَنْظُرُ إِلَى النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم يَحْكِي نَبِيًّا مِنَ الأنْبِيَاءِ ضَرَبَهُ قَوْمُهُ فَأَدْمَوْهُ، وَهُوَ يَمْسَحُ الدَّمَ عَنْ وَجْهِهِ، وَيَقُولُ: «اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِقَوْمِي فَإِنَّهُمْ لا يَعْلَمُونَ». (بخارى:3477)

ژباړه : عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه وايي : ګواګې همدا اوس نبی کريم صلی الله عليه وسلم وينم : چې د يو پيغمبر قصه يې کوله چې خپل قوم يې وهلی او په وينو لړلی وو او هغه په داسې حال چې د مخ څخه يې وينې پاکولې وايي : ای الله ! زما قوم وبخښي ځکه چې هغوی نه پوهيږي .

۵- د شرعي علم حاصلول ، هغه داعي چې کفارو ته دعوت ورکوي بايد دومره علم ولري چې د کفارو د شبهاتو او دلائلو ځواب په ښه شان د اسلامي شريعت موافق ورکړي ، که خپله يې دا کار په توان کې نه وي دا موضوع دې له نورو ديني علماؤ او نورو اسلامي سايتونو سره شريکه کړي .

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)

ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  ) .

۶- غير مسلمو ته د اسلام ښکاره کول او تمثيل يې په ښه سلوک او تعامل ، تقوی او امانت دارۍ سره ، ډير کسان چې مسلمان شوي دي يا مسلمانيږي هغوی د مسلمان د ښه سلوک ، امانت دارۍ ، انصاف ، عدالت ښې معاملې جذب کړي او د هغه د ښو اعمال تر تأثير لاندې راغلی او بيا يې د اسلام دين ته مخ کړې ده .

قال تعالى:وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآياتِنَا يُوقِنُونَ [السجدة:24]

ژباړه : او کله چې هغوی زغم وکړ او زمونږ پر آيتونو يې باور وکړ ، په هغوی کې مو داسې لارښوونکي پيدا کړل چې زمونږ په امر يې لارښوونه کوله .

وقد قالت عائشة عن رسول الله صلى الله عليه وسلم: كان خلقه القرآن. رواه أحمد .

 او بی بی عايشه رضی الله عنها وايي د رسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قراڼ وو ( سلوک او کردار ټول د قرآن موافق وو ) .
د حکمت د معنی په اړه علماؤ کرامو ډير څه ليکلی دي خو په لنډ ډول حکمت په عامه اصطلاح کې عبارت دی له: په خپل ځای کې د هر شی ايښودلو ته وايې ،مګر دلته د حکمت کوم چه د حق د لاری داعيان پر هغه متصف وي غالباً حکمت په وينا کې چه علم او موعظه او يا حکمت د نورو سره په برخورد کې د نيکۍ طرف ته د تشويق لپاره او د بدۍ نه منع کول دي .

ابن زيد حکمت داسې تعريفوي  : هر هغه وينا چې د چا د نيکۍ طرف دعوت سبب شي او يا څوک د بدی څخه منع کړي حکمت دی .
په قرآنکريم کې حکمت د آسمانی کتابونو ،نبوت ،هدايت ،علم ،عدالت او حلم په معنی راغلی دی .

د (وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ) او (وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن) د حکمت په مفهوم کې داخل دي د هغه عطف پر حکمت له باب د عطف خاص پر عام دی .

وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ : داسې وينا چې د مخاطب زړه نرم کړی د نيکو افعالو انجامولو ته اماده او د داعی دعوت قبول کړي)  .

وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَن  : دخپلی رأيې لپاره دليل راوړل (مجادله کول ) په يوه نيکه طريقه نه داسې چې د جنجال او خشونت سبب وګرځي .

 د دعوت شرطونه

هغه کسان چې د الهی دين طرف ته بلنه کوي خلق د نيکی طرف ته بولي او له بدو کارونو خلق منع کوي د ده دعوت، وعظ او نصيحت به هغه وخت ګټور وي چې په لاندې شرايطو برابر وي او که په لاندې شرايطو برابر نه وي ( د حکمت په طريقه ) نه وي نه يواځې دا چې په دعوت کې به يې هيڅ اثر هم نه وي بلکې د اسلام او مسلمانانو لپاره به يوه صدمه شي  .

د نبوت او خلفاء راشدينو په وخت کې چې اسلامې دعوت او جهاد په حکيمانه ( د اسلامي شريعت موافق ) توګه روان ؤ په ډير لنډ وخت کې تقريباً ټولی نړۍ ته دين ورسيدو او اوس چې سوونه کاله تير شوي دي دا خو پر ځای پريږده چې نړي ته مو دين ونه رسولو بلکی خپل کور،کلی او ولس مو لاهم د اسلام په ضروري احکامو خبر نه کړل !!!!

 د دعوت دغه شرطونه په لاندې ډول دي :

۱- تقوی : د تقوی نه مراد د ټولو الهی اوامرو ادا کول او د ګناهونو څخه د ځان ساتل دي .

کله چې په چا کې تقوی ځای ونيسی د هغه په زړه کې نورانيت پيداکيږي  د پوهې او ادراک قوه يې لوړيږی او الله تعالی د ده لپاره ټولی چاری آسانه کوي .

قوله تعالی : وَمَن يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَل لَّهُ مِنْ أَمْرِهِ يُسْرًا (الطلاق ۴) .

د دعوت لپاره اولين شرط تقوی ده د اسلامې امت داعي به د يهودو دعلماؤ په څير نه وي چې خلکو ته په نيکی امر کوي او له بدو کارو خلک منعه کوي خو خپله کوم عمل ورباندې نه کوي .

د داسې کس په اړه سخت وعيد دي

حديث :عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267) .

ژباړه : اسمامه رضی الله عنه وايې چه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه مې ارويدلی چې ويې فرمايل :د قيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته وروغرځول شي او په تيزی سره به يې کلمی د باندې تويې شي په خپلو کلمو به د خره د څپر په شان غوبل کوي . دوزخيان به د ده چاپير راټول شي ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی آيا ته نه وي چې مونږ ته  به مو امربالمعروف او نهی عن المنکر کولو؟ وايې به هو تاسې ته به مې په نيکی امر کولو خو خپله به می نه انجامول او تاسې ته به مې د منکر کار څخه منع کوله خو خپله به می انجامول  .

۲- اخلاص :

يعنی  د دعوت نيت به يواځی او يواځی د الله تعالی رضا وي .

داسې به نه وي چه د الهی دين ته د دعوت پر ځای خپل ځان ته  دعوت  کوي  ،يعنی ددې پر ځای چې خلک د الله تعالی دين ته دعوت کړي  خلک خپل ځان ته دعوتوي خلکو ته خپله پوهه ،خپل استعداد او شخصيت ښکاره کوي .

دا ډير تباه کونکی مرض دی سختی خطرناکی پايلی لري الله تعالی (جل جلاله) دې مونږ تری وساتي  .

۳- علم :

بل شرط د دعوت لپاره علم دی  قوله تعالی  :

قُلْ هَـذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ  (يوسف ۱۰۸)

ژباړه : ووايه دغه لاره زما ده چې خلق بولم د الله طرف ته  په بصيرت ( علم او ښکاره بيان  ) .

حسن بصری رحمه الله په دې اړه وايې : عمل کونکی بدون له علمه څخه د هغه لاروي په شان دی چې لاره يې  ورکه کړي وي .

۴- تواضع  :

ځان په نورو خلکو لوی نه ګنړلو ته تواضع وايې .

تواضع د الله جل جلا له د معرفت او خپل ځان پيږندلو ثمره ده  نو ځکه د اسلام لومړی خليفه ابوبکر صديق رضی الله عنه فرمائيلی : هيڅ مسلمان بايد خپل مسلمان ورور حقير او ذليل ونه ګڼی ځکه د دټيټی مرتبې مسلمان هم د خدای جل جلاله په نزد لوی او محترم دی .
مطلب دا چې : اسلامې دعوت به د نصيحت پر ځای د خلکو تحقيرول او بې غزته کول نه وي  .

۵- حلم :

حلم د قهر او غوسی په وخت کې د نفس کنترولو ته او د عقل نه کار اخيستلو او د عفوی او بخشش لاره غوره کولو ته وايې .
چې د يوه دعوتګر لپاره اساسی شرط ګڼل کيږی ځکه د دعوت ورکونکي هدف د زړونو لاس ته راوړل وي او زړونه يوازی په نرمې او مهربانه وينا لاس ته راوړل کيږي .

حضرت علی رضی الله عنه زړه د يوه حيوان سره تشبه کړی چې يوازی  په نرمې رام کيږي او بس .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x