fbpx

کندز کې امریکايي او دولتي ځواکونو ۴۶ کلي بمبار کړي (انځورونه)

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې امریکايي او دولتي ځواکونو ۴۶ کلي په بمونو او توپونو ویجاړ کړي او بیا یې سیمه پريښې ده.

ګډو ځواکونو شپږ ورځې وړاندې په چهاردرې ولسوالۍ کې عملیات پیل کړي و، خو کله چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شوي، زور یې له ولسي خلکو څخه ایستلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د ۵ امریکايي عسکرو تر وژل کیدو وروسته دولتي او بهرنیو ځواکونو د ولسي خلکو په وړاندې په وحشت لاس پورې کړ.

د راپورونو پر اساس، امریکايي ځواکونو به د خلکو په کورونو له هوا څخه بمونه غورځول او دولتي ځواکونو به له ځمکې څخه په توپونو ویشتل.

په یادو شپږ ورځنیو تصفیوي علمیاتو کې د خرکارو، میاګانو، سجاني، زاخیلو او د قریه یتیم د کچه کړۍ کلي په ګډون، په ۴۶ کليو کې اکثره کورونه او مسجدونه نړیدلي، لسګونه افغانان وژل شوي او آن د خلکو مواشیو ته هم دروند زیان اوښتی.

د عملیاتو په نتیجه کې ډیری خلک نورو سیمو ته کډه شوي او دولتي ځواکونو یې په کورونو چور او تالان ګډ کړی.

ګډ ځواکونه بالآخره وړمه شپه په داسې حال کې له سیمې څخه ووتل، چې د لسګونو افغانانو په کورونو کې یې د ویر ټغر غوړیدلی پریښود.

دولتي چارواکي او رسنۍ، چې د کانټیننټل په پیښه کې د تنفسي اختناق له کبله په خپل مرګ د مړه شوو څو تنو افغانانو د مړینې پرلپسې راپورونه ورکوي، تر اوسه یې د چهادرې ولسوالۍ په کلیو کې د وروستۍ عاموژنې په اړه څه نه دي ویلي.

نن ټکی اسیا د هغو کنډواله کورونو، دوکانونو او مسجدونو انځورونه ترلاسه کړي، چې د ګډو ځواکونو د «تصفیوي عملیاتو» په لړ کې د بمونو او توپونو هدف ګرځیدلي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

خبیث ، کمونست او غلام سکولریست بلاخره لمړی درحه ملحد ، قاتل او وحشی ګلیم چم دوستم د عیاشیو د پاره استاببول ته ولیزلو غلام او خبیث غنی د وحشی دوستم ځآی ناستی یعنی دوهم ګلیم جیم شو . ګلیم جم څه ته وایی ؟ دا اصطلاح ملحد ، وحشی او قاتل کمونست دوستم د وحشت او مظالمو سره رامنځته شوه لکه ربانی چه د رقص مرده اصطلاح کړه ، وایی دوستم د ښوونځی مخ هم نه دی لیدلی او په وحشی کورنی ( ولد کوچه ) لوی شوی ولد کوچه یعنی بلار یی معلوم نه دی د کوچی د… نور لوستل »

اختر محمد
میلمه
اختر محمد

الله دی دمسلمان ولس غم وخوری امریکا او دهغوی غلامان دی تباه او برباد شی دی ته وای مسلمان وژنه او قومی تصفیه