شعـــــرونه

مر ورې آزادۍ رب دي پخلا كه

مر ورې  آزادۍ   رب  دي  پخلا كه
جار دي شم سپينې سپوږمۍ رب دي پخلا كه

ښكاري بيا كوم ابرهه  كعبې ته غل دى
ابابيلې . ټوتكۍ رب دي پخلا كه

دنړۍ ښا ماران درست تا رانه غواړي
جار وو تر تا ځوانۍ  رب دي  پخلا كه

دير غل سيلاب مو وړي لاري دي څارو  
 اې  دنوح نبي كشتۍ  رب دي پخلا كه

دخوارانو ، يتيمانو ، اسيرانو !
ده پاره ګرېوان ټنۍ رب دي پخلا كه

خپلواکۍ دهر مؤمن دتن جامه يې
دافغان دسرپګړۍ  رب دي  پخلا كه
 
ستا مسكا وړي زما الهام دزړه  دردونه
دبريا وو  شهــزادګۍ رب  دي پخلا كه
 
2014/05/06

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x