نظــر

ولې مو له سياست او نظام جوړونې نه توره تېښته ده؟

له بده مرغه نن سبا د هغه آسماني دين چې په سياست او نظام جوړونه پکې ډېر تاکيد شوی؛ دوه ډلې پلويان له سياست او نظام جوړونې نه عمدا منزوي شوي. ښايي په سياست کې د نه ورګډېدا له پاره له هرې ډلې سره ډېر دلايل موجود وي، خو هغه دوه دليلونه چې دغه دوه ډلې يې بيا بيا تکراروي دا دي:

د لومړۍ ډلې نظر:

د سید قطب رحمه الله له ځانګړي نظره اغېزمنه شوې دغه ډوله وايي چې نن سبا ټوله اسلامي نړۍ جاهلي ټولنه ده، عقیدوي جهالت پکې خپور دی، ايمانونو کې يې شک دی، ښايي چې لومړی د دې ډول جهالت له منځه وړلو ته پام وشي او کله چې ټولنه له جاهليته راووځي، بيا سياست او نظام جوړونې ته پام اړوو.

د دوهمې ډلې نظر:

نن سبا په ټوله اسلامي نړۍ کې طاغوتي او کفري نظامونه راج کوي، ټولې پرېکړې يې د اسلامي قوانينو خلاف دي، نو په دې ډول شرايطو کې اسلام موږ ته اجازه نه راکوي چې په سياست کې ګډون وکړو او په لوی لاس ځان تر دې الهي حکم لاندې راولو چې فرمايي:

((ومن لم يحکم بما انزل الله فأولئک هم الکافرون.))

يعنې څوک چې د الله تعالی په نازل کړيو قوانينو فيصله نه کوي، کافر دی.

که له دوی وپوښتې چې ښه نو؛ زموږ په دين کې خو په سياست او نظام جوړونه هم تاکيد شوی، له دې سره به څه کوو؟

د لومړۍ ډلې ځواب دا وي چې بايد اسلامي ټولنې اصلاح او له سره مسلمانې شي او دوهمه ډله بيا په دې نظر ده چې کله چې دغه ډول نظامونه يا په خپله او يا د زور له لارې له منځه ولاړ شي، نو بيا شونې ده چې سياست ته ورګډ شو د نظام جوړونې هڅې وکړو!

د لومړي نظر خاوندانو ته زما ځواب دی چې سيد قطب رحمه الله په ريښتيا چې د دې امت يو ستر علمي څلی دی، خو معصوم نه دی، هره خبره او هر نظر يې د قران او حديثو حکم نه لري، هغه هم انسان دی، اشتباه ترې کېږي او په خپل اجتهاد کې سهوه کېږي. د سيد رحمه الله په اړه ويل کېږي چې دا نظر يې هغه مهال ورکړی و چې د جمال عبدالناصر په ظالمانه بند کې پرې خورا زړه دردوونکي ظلمونه کېدل او له بله لوري عبدالناصر د هغه وخت له شوروي اتحاد سره د ګڼو تړونونو په لاسليک کولو سره هغوی ته د مصر د مسلمان ملت په منځ کې د الحادي فرهنګ خپرولو ته اجازه ورکړه، نو سيد رحمه الله چې د حکومت دا ډول ناروا کړنې او د شرعي قوانينو نه تطبيقېدو پر وړاندې د خلکو ټولنيزه بې حسي وليده، پر ټولنه او نظام يې د جاهليت حکم وکړ!

د سيد له دې ځانګړي نظر سره په هغه وخت او دې مهال کې ډېرو علماوو علمي اختلاف کړی او د هغه نظر يې د اسلام له روح سره په ټکر کې بللی او رد کړی، ځکه نو پر دې نظر بيا بيا ټينګار کول د عقل او منطق غوښتنه نه ده.

پاتې شول د دوهم نظر خاوندان چې ګواکې په ټوله اسلامي نړۍ کې کفري نظامونه راج کوي، نو دوی ته مې ځواب دا دی چې له شرعي نصوصو نه په دغه ډول سرسري برداشت سره له خپلو اوږو نه د اسلامي سياسي نظام د جوړولو دروند مسؤوليت نشئ لرې کولای، هو، اسلام درنه په هر ډول شرايطو کې د ټولنې د عمومي خير او فلاح له پاره نظام جوړول غواړي، دا یوه ديني وجيبه ده او په دې ډول پلمو ترې ځان نشئ خلاصولای. دغه ډول خلکو ته مې بله مشوره دا ده چې له سره د اسلامي سياست الفباء مطالعه او ځان پرې پوه کړي، هسې دې د دې او هغې ناپېژنده عالم په کمزورو دلايلو ځان نه قانع کوي، خپله دې مطالعه وکړي، آن د سلفو ژوند دې وګوري چې هغوی له دغه ډول ظالمو نظامونو سره څه ډول چلند کاوه او په یو ډول نه يو ډول پکې وو؟!

سياست له اسلامه او اسلام له سياسته بېل نه دي، هغوی چې يې يو له بله بېلوي، خدای دې ورته هدايت وکړي!

لیکوال: ظاهر عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x