افغانستان

زابل: کلات ښار کې چاودنې د ملي اردو ۲۷ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې، څرګنده کړې، چې د دوی نظامي ملګرو د زابل ولايت مرکز کلات ښار کې د پوليسو کنډک مخته د ملي اردو پر عسکرو چاودنه کړې، چې د قومندان مسعود په ګډون يې ۲۷ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

خبر زياتوي، چې چاودنه زرنج ډولي يو موټر سايکل کې د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکيو په واسطه هغه مهال وشوه، چې قومندان مسعود سره له خپلو عسکرو د طالبانو پر خلاف د عملياتو په موخه روان و.
ښاغلی احمدي زياتوي، چې په ياده چاودنه کې د قومندان مسعود په ګډون د ملي اردو ۹ عسکر وژل شوي او اتلس نور ټپيان دي.
بل پلو د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونی وايي، چې نوموړې چاونه کې څوک وژل شوي نه دي، يوازې شپاړس تنه يې ټپيان کړي دي.
روغ ليوني د پيښې په اړه د زياتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x