افغانستان

کام اير هوايي شرکت: د کانټنيټل هوټل بريد کې نهه کارکوونکي لا هم ورک دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د افغان کام اير هوايي شرکت وايي، چې د کابل پر کانټنيټل هوټل بريد کې يې لا هم د نهو کارکوونکو درک نه دی لګېدلی او ورک دي.

د دغې شرکت جنرال ډايريکټر صمد عثمان صمدي رسنيو ته د وژل شويو دقيق ارقام ورنه کړل ځکه چې په وينا يې لا يې هم د شرکت يو شمير کارکوونکي لادرکه دي او جسدونه يې دوی ته نه دي سپارل شوي.

نوموړی زياتوي، د دغې شرکت له څلوېښتو زياتو کارکوونکو د بريد پر مهال په هوټل کې شتون درلود چې له ډلې يې د نهو تنو جسدونه لا هم ورک دي او تر اوسه د عدلي طب له لوري نه دي تشخیص شوي.

د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغې بريد کې ټول نولس کسان وژل شوي چې څوارلس پکې بهرنيان دي.

خو د رويټرز خبري اژانس د يوه امنیتي مسئول له قوله ليکلي، په بريد کې له دېرشو زيات بهرنيان او افغان چارواکي وژل شوي دي.

طالبانو د دغې بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، په کانټيڼيتل بريد کې پنځو بريدګرو برخه اخيستې وه چې په پايله کې يې د افغان چارواکو په ګډون لسګونو بهرنيانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

په عين حال کې د کورنيو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د ادارې رئيس نجيب امان ويلي، د کانټنيټل هوټل يو شمير امنيتي کارکوونکي پر دغه هوټل د بريد په تړاو د امنيتي ارګانونو له لوري نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x