ورزش

بیګ بیش لیک: د راشد خان لوبډله نیمه پایلوبې ته ووتله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د راشد خان او محمد نبي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه چې د راشد خان لوبډلې د ۲۶ منډو په توپیر د نبي لوبډلې ته ماتې ورکړه، او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

لوبه کې لومړی د راشد خان لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د ۵ ویکټو په سوځیدلو یې ۱۷۳ منډې جوړې کړې، ددوی لخوا د سویلي افریقا لوبغاړي انګرام د ۵ شپږیزو او ۴ څلوریزو پر مټ په ۳۶ توپونو ۶۸ غوره منډې جوړې کړې چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

د میلبورن لوبډلې د ښه توپ اچونې په نشتوالي کې د محمد نبي کمښت محسوس کړ، ځکه چې نوموړی د خپلې لوبډلې لپاره غوره لوبغاړی ثابت شوی او تر دې دمه یې په ۷ لوبو کې د ۵.۷۶ په اوسط ۲۵.۵ اورونه ترسره کړي او ۸ لوبغاړي يې سوځولې دي، چې ددوی په لوبډله کې هیڅ یو توپ اچونکی دومره کم اوسط نه لري.

په ځواب کې د نبي لوبډلې د راشد خان د توپونو مخه ونشوه نیولی او د ۷ لوبغاړو په سوځیدلو یې ۱۴۷ منډې جوړې کړې، راشد خان ۴ اورونه ترسره کړل، ۲۶ منډې یې ورکړې او ۲ غوره لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان تر دې دمه د بیګ بیش لیګ په ۹ سیالیو کې ټول ۱۴ لوبغاړي سوځولي، چې په زیاتو ویکټو اخیستلو کې د لومړیو توپ اچونکو څخه شمېرل کیږي.

د یادونې وړ ده چې محمد نبي له تېرو څو ورځو د بیګ بیش سیالۍ پریښي او په عربي اماراتو کې له خپلې لوبډلې سره د زمبابوې په وړاندې راتلونکې سیالیو ته په تمریناتو لوبو کې بوخت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x