ټولنیزه برخه

له سړیه غرض واړه سړیتوب ده

سالم بن عبدالله رحمه الله (دعمربن الخطاب رضي الله عنه لمسی) د وخت خلیفه سلیمان بن عبدالملک ته په داسي حال کې ورغی چې زړې او کمزورې جامې یې په تن وې، سلیمان هغه ته ډیر تود هرکلی وویلې او په خپل تخت باندي یې له ځانه سره کښېناوه، په دې مجلس کې عمر بن عبد العزیر رحمه الله (پنځم راشد خلیفه) هم ناست و، سالم د عمر بن عبد العزیز د مور د تره زوی یعني ماما یې و.

په شاته ناستو کسانو کې یوه کس عمر ته وویل: ستا ماما چې د امیر المؤمنین مجلس ته راتلو نو له دې جامو یې ښې ارزښتناکې جامې باید په تن کړې وی، دې سړي ډیرې ښې او قیمتي جامې اغوستې وې، عمر ورته وویل: زما ماما خپلو زړو جامو ستا په ځای شاته نده کښېنولی او نه ته خپلو قیمتي جامو زما دماما ځای ته رسولی يې. [تهذیب السير 2/532].

سالم بن عبد الله رحمه الله د مدیني منوري له اوو فقهاو نه دی او د وخت له زهادو نه شمیرل کیږي، یو وخت دی په مکي حرم کې ناست و اموي مشهور امیر هشام راغی او دی یې چې ولید ورغی ورته ویې ویل: که کوم شي ته اړتیا لري ماته ووایه در یې کړم، هغه ورته وویل: وبښه د الله په کور کې له بل چا په سوال کولو له الله نه شرمیږم، څه وخت وروسته دی له حرم نه ووت هغه بیا ورغی او ورته ویې ویل: اوس خو له حرم نه بهر شوو که کوم ضرورت راته ویلی شې زه به یې پوره کړم، ده ورته وویل: د دنیا ضرورت که د اخرت؟ هغه ورته وویل: د دنیا ضرورت، ده ورته وویل: په الله قسم ما دنیا د دنیا له رښتیني څښتن ( الله) نه هم نده غوښتې نو له بل چا به یې څنګه غواړم.

د سالم رحمه الله په کیسه کې د زړو جامو یادونه وشوه هغه د پوهي او زهد دنګ غر که زړې او د دوو درهمو جامې په تن کولې نن یې خلک او موږ همدا زړې جامې کمال او صفت بولو، که هغه هر ډول جامې په تن کولې خو د وخت واکمن یې په ډیره لیوالتیا سره د ملاقات او مجلس تږي وو، او هغه خپلې پوهې او علم د وخت د لویو واکمنو خواته رسولی و که څه هم د هغه په تن جامې ډیرې کمزورې او زړې وې، په روایت کې راغلي چې د ده جامو به دوه درهمه ارزښت لاره، اصلي شی پوهه، علم او تقوا ده، ښې یا بیکاره جامې مظاهر دي ډیر اهمیت نلري، په دې کې شک نشته چې اسلام نظافت او پاکي خوښوي خو زړې او کمزورې جامې که پاکې وي هم هیڅ مشکل نشته نن سبا موږ ښو جامو او ظاهر جوړولو له ډیرو لویو کارونو ناوخته کړي یو .

زما یو هم درسه ملګری دی چې زما همځولی هم دی اوس هم ژوندی دی الله دې خوشاله لري، هغه د جامو او لباس تیارولو ته ډیر زیات وخت ورکاوه، په پټکي وهلو به یې بیخي زیات وخت لګاوه، که به استري نه وه په سوال یې هم را پیدا کوله خو بې استري یې هیڅکله جامې نه اغوستلې، هغه خوارکی اوس محروم پاته شو هیڅ هم نه لري نه علم او نه پوهه او نه بل کوم کمال او وړتیا.

زما په اند خو انسان په علم اخلاقو خورا ښه ښکاري او تر دې بل لوی ښایست نشته، په ځانګړې توګه د درس په مهال باید طالب او محصل له دې بیځایه بوختیاو او لیوالتیاو یومخ ځان وژغوري، او ټوله توجه یې باید پوهې او د علم ترلاسه کولو ته وي.

د پوهې او علم خاوند په زړو جامو کې هم ښه ښکاري او جاهل په هیڅ ډول ښایسته او ارزښتناکو جامو کې نه عالم کیدلی شي او نه ښه ښکاري.

خدای بښلي عبدالرحمن بابا څومره ښه ویلي دي:

له سړیه غرض واړه سړیتوب ده نه چې پت وي د سرو زرو په لباس.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x