عیسائیت په افغانستان کي (22)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

هغه عیسایي ډلې چي په پاکستان او افغانستان کي کار کوي.

هغه عیسايي ډلي چي په پاکستان او افغانستان کي کارکوي ډېري فعالي دي، روپی شندي، خلک مرتد کوي، هغه دادي:

افغان بارډر کروسیډ ، افغان کروسیډرز ،دي پینټو کوسټل چرجز، پریس بائی ټرین، دي ایوینجیلیکل لائنز مشن (ټي، ای، اې، ایم)، دي ایسوسي ایټ ریفارمډ، پریس بائی چرچ (اې، آر، پي)، دي پاکستان مشن آف انټر نیشنل فارن مشنز ایسوسی ایشن، دي پاکستان فیلوشپ آف دي انټر نیشنل کرسچن فیلو شپ، دي ، ، دي چرچ آف کرائسټ، ورلډ وائیډ ایونجېلکل لائنزیشن کروسیډ، دي بپټیسټ بایبل فیلوشپ، دي سیونت ډې ایډونټسټ، دي بریدرن چرچز، دي انډس کرسچن فیلوشپ، دي بایبل اینډ میډیکل مشنری فیلوشپ، دي مینو نائټ سنټرل کمیټي، دي ریفارمډ چرچز ان نیدر لینډز، دي چائلډ ایونجیلز کروسیډ فارکرائسټ انټر نیشنل، دي یونائټیډ فیلوشپ فار کرسچن سروس، دي کیرادارامشن آف ډنمارک، جهواه ویټنس، سالویشن آرمي او نور…. چي تراوسه یې موږ ته معلومات نشته.

د ځینو ملګرو د سترګو لید لی حال:

انجینیر وفا:

۱: زه د کجکي په بند کي وم، هلته مي کار کاوه، یوه ورځ سهار وختي چي کله خپل دفتر ته راغلم نو د میز دخل مي خلاص کړ،چي ګورم دوه کتابونه چي شین رنګ لري او انجیل شریف پر لیکلی دی پراته دي، زه حیران شوم چي دلته چا دغه کتابونه راوړل؟ دا ځکه د کجکي د بند ټوله ساحه بنده ده، د طالبانو په لاس کي ده، دا کېدای شی د چورلکې په مرسته سره راوړل شوي وي، داچي زه یو برقي انجینر وم او پوهیدم چي داد عیسائیت کتابونه دي نومي له منځه یووړل.

زمریالی:

۲: د کندهار په لویه واله کي په یوه کوڅه کي چي زما کور وو غرمه تقریبا ۱۰ بجې د خلکو ږغ وو ، چي و مي کتل امریکایان دي، ژر و کور ته ننوتلم، فکر مي وکړ چي کېدای شي چاپه وي، خو چي کله مي حال معلوم کړ هغه امریکایانو و ماشومانو ته چاکلېټ او د لوبو شیان ورکول، زه خبر نه وم زما زوی اسد هم ورغلی وو، کله چي راغلی یو کارټن ورسره وو کله چي مي کارټن خلاص کړ نو چاکلېټ د لوبو شیان او یو کتاب پکښې وو، چي فوځي رنګ یې وو او په انګلیسي ژبه سره وو، زه نه پوهېدم چي دا څه شی دی، اخر چي مي پوښتنه وکړه هغه بایبل وو.

محمد نعیم سعادت:

۳: په نهر سراج کي یو شپه امریکایان راغلل، موږ ۵ تنه ځوانان چي له خپلو کښتونو څخه ستړي شوی وو خپلې ګپې مو کولې، هیڅ مو پام نه وو چي امریکایان پټ راغلل، موږ حیران شو، او بیا مو وویل چي طالبان خو نه یو نو څه دی چي دوی راغلل، زموږ تلاښې یې وکړل، بیا حیران شوو چي کیدای شی یو چا زموږ راپور ورکړی وي، زموږ تلیفنونه یې واخیستل او هر یوه ته یې یوه یوه میموري ور واچول، د یوه ملګري تلیفون ساده وو هغه ته یې دوې میموریانې ورکړې چي دا بیا واوره، زموږ لاسونه یې نه دی راتړلی، بیرته ولاړل خندله یې، کله چي دوی ولاړل موږ چي میموري خلاصه کړه، بس لومړی ځل (قربان دي شم عیسی) شروع شو، نور موږ نه پوهیدو چي څه وايي، بیا مو کوښښ وکړ چي هغه میموریانې فارمیټ کړو خو نه فارمیټ کدې، او نه هم بل شی ورلوېدی، سهار چي مو وکتل دغه زموږ په سیمه کي تر سهار پوری چي هرڅوک په مخ ورتلې دغه میموریانې یې ورکړي وې. اخر موږ راټولې کړې او بیا مو وسوځولې.

وطندوست:

۴: یوه ملګری مي د کندهار په هوايي میدان کي کار کاوه، ما ورته وویل چي زموږ د کتابتون لپاره یو څه کتابونه په کار دي، ویل یې زموږ سره ډېر کتابونه شته سبا به یې زه درته راوړم، کله چي یې سبا یو غټ کارټن کتابونه راوړل خوشحاله شوم، چي و مي کتل په هغو کتابونو کي ۵ بایبلونه او ۷ نور کتابونه د عیسائیت په هکله پکښې وه، بیا مي ټول وسوځول.

ډاکتر سمسور:

۵: په کابل کي د ماپښین د لمانځه وخت وو، و مسجد ته ورغلم هلته مي لمونځ اداء کړ، د لمانځه څخه وروسته مي اراده وکړه چی څه تلاوت وکړم، چی کله مي المارۍ خلاصه کړه، یو کتاب مي راواخیست، فکر مي وکړ چی قرآنکریم دئ، کله چي مي خلاص کړ، په عربی ژبه دی خو الفاظ یې د قرآنکریم په شان ذوق اوخوند نلري، پر کتاب لیکلی دي (الکتاب المقدس)، ژر مي د انټرنیټ له لارې د یوه عالم سره اړیکه ونیول چي، دا څنګه کتاب دی؟هغه راته وویل چي دا د عیسایانو منسوخ سوی او تحریف سوی مقدس کتاب دی، چي د هغه کتاب عکسونه دغه دادي:

نور بیا…

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Naser
میلمه
Naser

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته د عسايت په اړه مو وويل موږ په يونان کي د آتن په ښار کي هلته يې هم ممورياني خلکوته ورکولي چي فارمټ کيدلي نه يونان خو يو کفري هيواد ده او په اروپاکي ډير چي عيسويان شوي ټول هزاره او ايرانيان دي يعني ټول شيعه ګان دي خو دا کمنټ مي ځکه وکړ چي دهغه ورور د خبري تاييد وکړم د ممورياني په اړه …

عبدالغفار جبير
میلمه
عبدالغفار جبير

مننه ژوندى او سوکاله اوسئ، تاسو هم دا هرڅه پخپلو سترګو ليدلي دي .

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګران ورور جبیر صاحب! سلام علیکم. د حنیف دین په لیاره کی ستاسی نه ستړی کېدونکی فرهنګی هڅی د ډېری ستاینی او قدر وړ دی. اللّه پاک دی درته نیک اجرونه په برخه کړی. وروره! د اسلام په حقانیت کی هیڅ شک نشته، سبا یا بل سبا یا بل کال یا بله پېړي یا کومه بله ورځ، د اسلام ښکلی بیرغ پر نړۍ خصوصاً پر علمی مرکزونو رپېدونکی دی، دا چه نن ورځ د اسلام دښمنان هلی ځلی کوی چه ددې ښکلی دین د پرمختګ په لیاره کی خنډونه رامنځته کړی دا به د اللّه پاک د همهغه رحمانیت د… نور لوستل »