ورزش

پاکستاني توپ وهونکي په شل اوریزو سیالۍ کې هم ناکام شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغه، ۱۳۹۶ل): د پاکستان توپ وهونکي د نیوزېلنډ په وړاندې په لومړۍ شل اوریزو لوبو کې یو ځل بیا ناکامۍ سره مخ شول چې ټوله لوبډله یې په ۱۰۵ منډو وسوځیدله.

لوبه کې لومړی توپ وهنه پاکستان ترسره کړه خو د تېر په څېر یې نن بیا لومړي توپ وهونکي له سختې ماتې او ناکامۍ سره مخ شول، او لوبغاړي یې د ۲۰ اورونو لوبولو تر مخه وسوځیدل.

پاکستان په دغه لوبه کې ۱۰۵ منډې جوړې کړې چې بابر اعظم ۴۱ او حسن علي ۲۳ منډې جوړېکړې، له دوی پرته هیڅ لوبغاړي تر لسو منډې جوړې نکړې، د نیوزېلنډ لخوا ساوتي غوره لوبه ترسره کړه چې په ۴ اورونو کې یې ۳ لوبغاړي وسوځول او یوازې ۱۳ منډې یې ورکړې.

په ځواب کې که څه هم د پاکستان لوبډلې د پېل توپ اچونکو ښه لوبه ترسره کړه او د نیوزېلنډ ۲ لومړي لوبغاړي یې په ۸ منډو وسوځول، خو وروسته دوی د کولن مونرو د غوره توپ وهنې مخه ونشوه نیولای چې په پای کې یې د ۷ ویکټو په توپیر لوبه وبایلله.

پاکستان له دې وړاندې د نیوزېلنډ لوبډلې سره ۵ یو ورځینۍ سیالۍ هم ترسره کړې چې په پنځه صفر یې ستره ماتې وخوړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x