افغانستان

د غزني په قره باغ کې د طالبانو او اربکیانو ترمنځ د خونړیو نښتو خبر ورکول شو

نن ټکی آسیا: د غزني له قره باغ ولسوالۍ څخه ترلاسه شوی خبرونه کاږي، چې دلته له بېګاه ماښام راهیسې تر نن مازدیګر پورې طالبانو د اربکیانو پر ګڼو پوستو وسلوال بریدونه ترسره کړي او د ښکېلو غاړو ترمنځ خونړۍ نښتې را منځته شوې.

طالب او حکومتي لوري دواړه د نننیو نښتو په تایید کې همغږي؛خو د جزییاتو په باب یې جلا جلا څرګندونې لري.

لومړۍ پېښه بیګاه ناوخته د قره باغ د قبرغې په کلي کې هغه مهال را منځته شوه، چې طالبانو د شپې پر ۱۲ بجې د اربکیانو په پوسته برید ترسره کړ، چې څو ساعته یې دوام درلود . د د دې برید په ترڅ کې پوسته نیول شوې،  څلور اربکیان پکې وژل شوي او ګڼ نور په تېښته بریالي شوي.
د طالبانو ویاند د پورتنۍ پېښي د پخلي ترڅنګ زیاته کړې، چې د دوی ملګرو د قره باغ په نورو سېمو کې هم د خیبر عملیاتو په لړ کې ګڼ بریدونه کړي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، د دوی ملګرو نن سهار وختې د نعیم کلا کلي ته څېرمه په مخامخ نښته کې دوه اربکیان ووژل او دوه نور یې مرګوني ټپیان کړي.

نوموړی همداراز په یو بل خبر کې وايي، چې نن مازدیګر پنځه بجې د دې ولسوالۍ په خونیانو سېمه کې د اربکیانو په ستره پوسته برید ترسره شو او درنه مرګ ژوبله پکې واوښته

ویل کېږي، چې د قره باغ ولسوالۍ اړوند د کابل کندهار سړک سره خوا کې د خالوخېلو په سېمه کې هم د اربکیانو پر پوسته برید شوی،چې دوه ساعته یې دوام موندلی. په دې برید کې دوه اربکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د طالبانو ویاند وايي، چې نن ناوخته په همدې ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه ټانګ د ماین چاودنه وشوه، چې ټانګ پکې تخریب او مرګ ژوبله یې له ځان سره لرله.

ذبیح الله مجاهد په دې پېښو کې د خپل لوري د تلفاتو په اړه کښلي: «د قره باغ په ننیو بریدونه کې زموږ دوه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.»

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي په قره باغ کې له بېګاه راهیسې د را منځته شویو نښتو راپورونه تایید کړل؛خو د مرګ ژوبلې د کره شېمر او نورو جزییاتو په باب یې له څه ویلو ډډه کړې.

د احمدي په وینا، طالبانو د قره باغ سربېره د غزني په اندړو، خواجه عمري، واغظ او مقر ولسوالیو کې هم بریدونه ترسره کړي.

باید وویل شي، چې د طالبانو له لورې د خیبر په نامه د یو کلنو نظامي عملیاتو له پیل سره هم مهاله -چې پرون دوشنبه- د هېواد په ګوټ ګوټ کې خونړي بریدونه ترسره شول، چې په دې لړ کې غزنی هم د ګڼو پېښو شاهد و.

پرون د غزني د ولایت پر مقام او ښاروالۍ ریاست باندې د هوايي بریدونو په شمول، د غزني ښار ته څېرمه د پولیسو د تلاشۍ پوسته کې اوه تنه ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x