افغانستان

مجیب خلوتګر: د امنیتي ادارو ویاندویان د پېښو پر مهال دروغ وايي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر د امنیتي ادارو پر ویاندویانو تور ولګاوه، چې د طالبانو د بریدونو پر مهال دروغ وايي او کره شمېرې رسنیو ته نه ورکوي.

خلوتګر نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې حکومت د پېښو د کره تلفاتو د ښودلو په اړه سم نیت نه لري او ډېری وخت اوښتې مرګ ژوبله کمه ښيي.

نوموړي پر انټرکانیټنټل هوټل د تېرې ورځې برید ته په اشارې وویل، چې په لومړي سر کې د کورنیو چارو وزرات ویاند نجیب دانش د ۱۹ کسانو د وژل کېدو او د ۱۰ کسانو د ټپي کېدو ویلي وو؛ خو وروسته یې دغه شمېره کمه کړه او ټول یې۲۰ تنه وښودل.

ده وویل، له انټرکانیټنټل هوټل نه ژغورل شویو خلکو ورته ویلي، چې له ۶۰ ډېر بهرنیان پکې وژل شوي؛ خو امنیتي ادارې اوس هم د مړو شویو خلک شمېر کم ښيي.

د رسنیو د ملاتړ د ادارې د مشر په خبره، حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تر پښو لاندې کړی او سم اطلاعات له رسنیو سره نه شریکوي.

په نننۍ غونډه کې ځینو خبریالانو هم وویل، چې حکومت د تلفاتو په کم ښودلو سره غواړي خپلې کمزورۍ پټې کړي او حالت د ډاډ وړ وبولي.

د تېرې یکشنبې په شپه طالبانو پر انټرکانیټنټل هوټل برید وکړ، چې له ۱۶ ساعته مقاومت وروسته پیل شوی برید پای ته ورسېده.

تر اوسه په دغه هوټل کې د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره له رسنیو سره شریکه شوې نه ده؛ خو د کام ایر هوايي شرکت جنرال ډايريکټر صمد عثمان صمدي ویلي، چې ۱۱ کارکوونکي یې وژل شوي، چې د ۹ کارکوونکو جسدونه تراوسه ورک دي.

طالبانو پر دغه ټول د برید مسوولیت منلی و او د پنځو هغو سرتېرو بریدګرو انځورونه یې خپاره کړي وو چې پر دغه ټول یې برید کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د کافر معنی حق پتولو ته وایی او حق په دروغو ویلو کی پټییږی نو ټول کافر دروغجن او دروغ ځکه ترټولو لویه کبیره ګناه څه چه ځینی دروغ شرک او مطلقه کفر دی . د دجال معنی دروغجن ته وایی بیا هم هغه خبره شوه چه دجال حق پتونکی ته وایی ټولو کفارو ته دجالان هم ویلی شی ، استثمار د بی عدالتیو ، ګډوډیو ، فساد، بی نظمیو او جنګو کی رامنځټه کیږی او د دی ټولو د سوخت مواد دروغ دی . طبیعی ده چه دروغ به لنډمهاله موده کی دروغ ویونکو ته لږی یا ډیری ګټی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x