fbpx

مايک پنس: خپل سفارت به په ۲۰۱۹ کې بیت المقدس ته ولېږدوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس اسرائيلو ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې د ۲۰۱۹ کال په وروستيو کې به د امریکا سفارت له تل ابيب څخه بیت المقدس ته ولېږدوي.

مايک پنس دا څرګندونې د اسرائيلو پارلمان ته د وينا پر مهال کړي دي.

د تېر کال ډیسمبر کې، چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیت المقدس د اسرائيلو د پلازمېنې په توګه وپېژندله او اعلان يې وکړ، چې امریکايي سفارت به بیت المقدس ته ولېږدوي؛ هغه مهال يو شمېر کارپوهانو داسې وړاندوينه کړې وه، چې امریکا به خپل سفارت ډېر ژر هلته ونه لېږدوي.

د مايک پنس د وينا پر مهال د اسرائيلي پارلمان عربو وکيلانو احتجاج وکړ او «بیت المقدس د فلسطين پلازمېنه ده» شعارونه يې پورته کړي وو، چې له امله يې د امریکا مرستيال ولسمشر د خپلې وينا درولو ته اړ شو.

فلسطیني چارواکو د امریکا له مرستيال ولسمشر سره له ليدو انکار کړی او ولسمشر محمود عباس له مايک پنس سره د ليدو پر ځای بروکسل ته تللی او تمه ده، چې هلته به د اروپايي اتحاديې له غړو وغواړي، د فلسطين دولت په رسميت وپېژني.

اسرائيلي پارلمان ته د وينا پر مهال د امریکا مرستيال ولسمشر يو ځل بيا له فلسطينيانو غوښتنه وکړه، چې د خبرو مېز ته کيني او په وينا يې دا ستونزه يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي، خو فلسطيني حکومت او جهادي ډلې وايي، چې امریکا د اسرائيلي یرغلګرو يو اړخيز ملاتړ کوي او نور يې د سولې په اړه د منځګړي رول له لاسه ورکړی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیراونونکی ده ، افغانستان او عراق کی خو د امریکا او اروپا په وینا هغه دهشتګرو شتون درلود چه د سپټمبر په یوولسمه فاحعه کی یی ونډه درلودله مګر فلسطین کی څه دی او بیا د اسراییلو څه چه د یوی کوچنی پولیسی قوی زور هم بیچاره ګان نه لری د اسراییلو سره تل په ډیرو جنګ کوی اسراییل خو خیر په هغو ډبرو هم لږ خوږیږی لکه غریب سړی چه خان په ډبرو وولی خان ته قهر ورځی او په مرمیو یی سوری سوری کوی مګر امریکا له دومره لویی سره چه دی د ټولی نړی ځان بادار ګڼی… نور لوستل »

Naser
میلمه
Naser

دا خو ښکاره خبره ده چې دا کفار راغلل افغانستان د خپلو ګټو او د خپل زور د ښودلو او ظلم او استبداد په خاطر دوی هيڅکله هم د مسلمانانو دوستان نشي کيدلای او هيڅکله هم د مسلمانانو په ګټه کار نه کوي دوی که سل روپی ولګوي په بدله کې زر روپی غلاکوي کوي بيرته دا د نړی تر ټولو هغه ناکاره غله دي چي هيڅکله له غلا چل او دوکې څخه لاس په سر کيږي نه او دوی چي د ظالم او فاسد هېواد يعنی اسرايلو څخه دومره په بي شرمی او بي حيایی سره د هغوی ملاتړ… نور لوستل »