دلته يو بشپړ عدل واکمن دی

justiceڅوک چي دبېدياوو اودښتو په ژورو کي اوسې له دېنه ګیلې کوي چي دڅښلو لپاره خوږې اوبه نه مومي.

هغه څوک چي په لوړو اپارتمانونو او قصرونو کي اوسي اوبه ، برېښنا، دهوا اړوونکي ماشېنونه، تلفون ، تلوېزیون او هرڅه ورته پرېمانه وي ، هغوی بیا له بدهضمي، شوګر او دویني له پشار څخه سرونه ټکوي .

هغه ملیاردېر چي په پاریس کي ژوند کوي او چي په خوب او خيال کي څه ورتېر شي مخي ته يې پراته وي، هغه بيا له ساه ډوبي، او دتړليو قصرونو له تنګي، وېري، وسواس ، دزړه له ستوماني، او سرخوږي څخه شکایت کوي .

چاته چي الله تعالی روغتیا، شتمني او ښایسته مېرمن ورپه برخه کړي وي هغه بيا په خپله مېرمن شکونه کوي او دهوسا ژوند خوند يې دې شکونو لوټ کړی وي .

هغه بریالی انسان او مشهوره ستوری چي په هرمیدان کي يې بری په برخه شوی وي، په هرډګر کي يې جګړه ګټلي وي، نشي کولای پخپلي بېوسۍ بری ومومي دنشه يي درملو په وړاندي په ګونډو وي، په کوکايينو اخته وي او ژوند يې ورختموي .

هغه واکمن چي ښارونه او ولسونه يې ترولکه لاندي وي ګورې به يې چي دخپلو شهوتونو چوپړ به وهي دخپل نفس غلامي به تېر اېستلی وي .

دغېږ ایستني اتل  به ګورې چي دعضلاتو دپنډوالي په نتېجه کي به  دزړه په پاړسوب به اخته  وي .

مونږ هر يو له دې نړۍ څخه پداسي حال کي وځو چي یو بل ته ورته ونډي لرو ولوکه په ظاهري بڼه کي توپېرونه لري .

که بډایان هرڅومره شتمن شي او مساکین هرڅومره نېستمن خو ددنیوي خپګان او خوښۍ نهايي محصول يې په حقیقت کي یو بل ته ورته وي .

دا د الله تعالی قانون دی چي په څومره اندازه يې چاته نعمتونه ورکړي وي په هماغه اندازه يې کړاوونه ورزیات کړي وي، څومره چي يې محروم کړي وي په هماغه انډول يې عوضونه ورکوي، څومره چي تنګي ورباندي راولي هغومره يې بيا اساني په برخه وي.

که مونږ زړونو ته دننه شو نو يو په بل به وژاړو او وبه وینو چي له ظاهري توپېرونو سره سره په پټه  کي همدغه تلي دعدل  په بنسټ ولاړي دي .

دا قصرونه ، شتمنیوي، اولادونه  او د انساني ژوند ګڼي هوسایني یواځي دلوبو دپاڼيو بهرنی ډېکورونه او ښکلاوي دي، خو د زړونو په دننه کي خواشینوي ، اندېښنې او غمونه خوبونه کوي کوم چي مونږ ورباندي ناخبره یو .

هغه څوک چي حسد ، دښمني او کینې کوي، یا څوک پخپل حالت خوښي څرګندوي او یا مغروره وي  هغوی  په ظاهري او بهرنیو بڼو دوکه شوي دي  چي له حقایقو ناخبره دي، که غل او یا قاتل په همدغو حقایقو خبر شي نه خو به غلا وکړي او نه به قتل ته لاس وغزوي.

که مونږ په حقایقو ځانونه پوه کړو بيا به ددنیا تلاش په ابرومندانه توګه کوو او د وېښ وجدان او ضمیر له مخي به د ښه ژوند هڅي پیل کړو او له یو بل سره به دښو اخلاقو په رڼا کي چلند وکړو، په واقعیت کي په دې دنیوي ژوند کي غالب او مغلوب نشته او ونډي لکه چي ومو ويل په پټه کي  برابري دي، له ظاهري طبقاتي توپېرونو سره سره په پټه کي دخوښۍ او بد مرغۍ  لاس ته راوړني یو بل ته ورته دي، ځور او عذاب يواځی ديوې طبقې لپاره نه وي بلکه دټولو ګډه ونډه وي، هرڅوک يې په ټاکلي اندازه څښي وله که  دڅښلو لوښی په ظاهري بڼه او څېره کي يو له بل څخه توپېر ولري .

داچي مونږ  يو له بل سره تو پېرونه لرو دا د نېکمرغۍ او بد مرغۍ  خوشالي او غم توپېرونه ندي بلکه د درېځونو تو پېرونه دي، دلته يو په الله تعالی مین انسان په بد مرغۍ برلاسی کېږي  په هغې کي عبرت او الهي حکمت ویني دهغه روڼ زړه په هرڅه کي عدل او ښکلا ګوري او له خپل رب سره دهغه په ټولو چارو کي مېنه ساتي، یو بل غافل انسان ګورو چي په خپله بد مرغي سخوند وهي، څښي يې او يوه تور حسد او خوړونکي دښمني ته يې اړوي، دا هغه تور زړونه دي چي له خپل رب څخه منکرشوي دي او دالله تعالی په ټولو کړنو يې سرغړونه اعلان کړي ده..

خو دحق اوحقیقت په ډګر کي ظالم او مظلوم  موړ او وږی نشته ، هلته يو مطلق عدل واکمن دی چي د ثابتو فطري اصولو او الهي قوانینو په بنسټ هرڅوک خپله ونډه بشپړه ترلاسه کوي دا هغه ابدي الهي قوانین دي چي پرشاتګ او تغییر نه مني، د الله تعالی درحمت لاس دمحروم او شړلي زړه ته ډاډېينه او دړندو انسانانو زړونو ته رڼا وربښي، دمسکینانو او بېوزلانو زړونو ته مېنه الهام کوي، ديتېمانو او کونډو زړونه ټکور کوي، په تنهايي او خلوتونو کي د پرتو انسانانو ساتنه کوي او د صابرینو زړونو ته  دهیلو او ارمانونو د تحقق وړانګي وردننه کوي.

په بل ځای کي بيا ګورو چي همدغه دقدرت لاسونه دشتمنو او بډایانو سترګي ړندوي، دهغوی په زړونو وېره واکمنه کوي، دظالمانو مخونه په څپېړو وهي، داسراف کوونکیو بدنونه په ناروغیو اخته کوي، دلته دا هغه پټي د عذاب وېروونکي وږمې دي چي له دوزخ څخه را الوزي، او هلته بيا دجنت نسیمونه دي چي پخپله غېږه کي زېري راوړي، داهرڅه دحساب او کتاب تر ټاکلي ورځي مخته پېښي دي چي مونږ ورسره لاس او ګرېوان کېږو .

دقیامت په ورځ به پردې لېري شي هر څوک به خپله دښېرازۍ او بدمرغۍ حقه ونډه ترلاسه کړي او هر څوک به خپل برخه لیک وویني خو پدې ورځ به خواشیني څرګندول او عذر وړاندي کول کومه ګټه ونلري .

له الله تعالی سره مېنه لرونکي دعقل او پوهي خاوندان ځکه خوښ وي چي هغوی دا حقایق درک کړي وي هغوی ځکه هوسا وي چي هرڅه يې په بشپړ باور سره الله تعالی ته سپارلي وي هغوی بې له دې چي خپل زړونه ستومانه کړي یقین لري چي الله تعالی دمطلق عدل څښتن دی او پدې پاخه ایمان يې خپل عقلونه هم هوسا کړي وي، دهغوی په دنيوي ژوند کي دوه هوسایني په برخه شوي وي  یو دزړه هوساینه او بل دعقل هوساینه چي په نتېجه کي يې يوه بله هوساینه هم په برخه کېږي  او هغه د بدن هوساینه ده پداسي حال کي چي نور دعقلونو خاوندان په ګڼو لانجو کي ښکېل اوستومانه وي چي په نتېجه کي زړونه هم ستومانه وي چي بالآخره يې په جسمي او روغتيايي ستومانیو اخته کوي .

خو دغفلت خاوندان چي ډېری دي تل يو او بل ديوې ګولې ډوډۍ، ښځي، شتنمني او زمکي دلاسته راوړلو په خاطر وژني چي په نتېجه کي له خواشنیو، غمونو او ګناهونو څخه پرته نوري هېڅ لاس ته راوړني نلري نه خو يې تنده ختمه شي او نه يې لوږه مړه شي .

وګوره چي ته له کومي ډلي سره تړاو لرې دروازه وتړه او پخپله ګناه وژاړه .

ليكنه: ابو خليل قدوسي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.