افغانستان

برمک: بريدګرو ته هوټل پوره ورمعلوم وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزير ویس برمک ويلي، چې پر کانټیننل هوټل بريد کوونکي له پخوا د هوټل له نقشې سره په بشپړه توګه بلد وو او په دې اړه يې د تحقیقاتو د بشپړولو ډاډ ورکړی دی.

ويس برمک رسينو ته ويلي: «زموږ لومړني معلومات ښيي، چې بريدګر د هوټل له نقشې سره په بشړه توګه بلد وو، هلته تللي راغلي دي، خو په دې اړه به نور او باوري معلومات د تحقیاتو له بشپړېدو وروسته ورکړو.»

دی وايي، چې د کورنيو چارو وزارت نه و خبر، چې د کانټیننټل هوټل د امنيت چارې «کابل بلخ» خصوصي امنيتي کمپنۍ ته سپارل شوي، «خو موږ لا هم په دې اړه په اروزونه بوخت يو، چې بريدګر څه ډول هوټل ته ننوتي او د دغې امنيتي کمپنۍ غړو خو به له طالبانو سره مرسته نه وي کړي؟»

تر دې وړاندې د کانټیننټل هوټل يوه مسؤول محمد جواد رسنيو ته ويلي، چې «کابل بلخ» امنيتي کمپنۍ ته د دغه هوټل د امنيت چارې د ملي امنيت شورا په هوکړه سپارل شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت منلې، چې په دغه بريد کې د څوارلسو بهرنيانو په ګډون اتلس کسان وژل شوي، خو ازادې سرچينې وايي، چې د وژل شوو شمېر تر څلوېښتو زيات دی او د ګڼو کسانو هويت تر اوسه هم نه دی روښانه شوی.

په دې بريد کې د پاکستان کراچۍ ښار لپاره د ګډ حکومت نومول شوی قونسل وحيد پويان او د سولې عالي شورا د غړي احمد فرزان په ګډون ګڼ شمېر افغانان هم وژل شوي دي.

حکومتي چارواکي د ټولو وژل شوو کسانو پړه پر طالبانو اچوي، خو د پوځي چارو کاروپوهانو ويلي، چې د درې بريدګرو سربېره سلګونو امنيتي ځواکونو نږدې دولس ساعته ډزې کړي او ګڼ شمېر کسان به د دوی په ډزو هم وژل شوي او بايد په دې اړه بشپړې څېړنې وشي.

د پېښې عيني شاهد او طلوع نيوز خبريال عبدالحق عمري ويلي، چې وحيد پويان او احمد فرزان د طالبانو په بريد کې نه، بلکې د لوګيو د اختناق له امله وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Barmak should be sent to jail

الحاج استاذ بیانزی

Ghani Should be sent to Jail and USA and Natoo should be sent to jail

غ.حضرت

اصلاً بله خبره: موږ مسلمانان ادعا لرو چه د قرآن او سنت په رڼا کی خپلی هر ډول ستونزی حلولای شو یا ئې د حلیدو لیاره راته معلومه ده. زما پوښتنه دا نده چه مثلاً موږ ددې خپلی ادعا د تحقق په لیاره کی څومره بریالی یو بلکه زما پوښتنه داده: آیا د قرآن او سنت د ارشاداتو په اساس یو مسلمان دا حق ځانته ورکولای شی چه د یو څو خارجانو ( هغه هم غیر نظامی خارجانو) د وژلو پخاطر، هم ځان وژنه وکړی (چه البته انتحار فقط په یو ډېر اضطراری او استثنائی حالت کی جواز لری او… نور لوستل »

نا پيژاند

..

غ حضرت فه هر كار كافر اوغلام جه خفه كيزى هغه أصلي أو حقيقي جهاد ده

غوربندی

غلام حضرت صاحب

ټوله میډیا او د پېښې عیني شاهدان چغې وهي چې طالب بریدګرو یوازې په خارجیانو پسې ګرزېدل او له افغانانو سره یې کار نه درلود نو که ستاسو اعصاب نورمال وي نو دلته د خپلو وروڼو د وژلو سوال کله هم نه پیدا کیژي.

دوهم د انتحار په اړه هم ستاسو پوښتنه بې ځایه ده، ځکه یاد بریدګر د ناټو په ملګرتیا د ګډ حکومت د ځواکونو له خوا په متقابلو ډزو کې شهیدان شوي دي نه دا چې هغوی خپل ځانونه پخپله وژلي وي.

افغان

غلام حضرت مه ګرموۍ ، د ټولو خبرو اخره کی دا نتیچه راوځی چه هغه کس چه د کابل د غلامانو او بادارانو پلوی کوی دا به غلام وی او غلام حضرت څه چه د غلام حضرت محترم والد صاحب پوهیدلو چه د حضرت سره یی غلام نوم ورباندی ایښی دی . نو غلام باید همداغشی اپلتی ولیکی ، کله کله خو له ځانه دینی عالم څه چه مفتی هم جوړوی د مدینی منوری ستر شیطان او منافق یهودی ( عبدالله بن ابی ) به هم کت مټ عنی کړنی تر سره کولی مسلمانان به یی خطا ایستل ځان به… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x