نظــر

د انټر کانټیننټل هوټل برید زماني او مکاني مدلولات

شاهد (غزنیوال)

سره له دې چې پر انټرکانټیننټل هوټل باندې له برید څخه دوې ورځې تیریږي خو بیاهم هغه د یوه مهم خبر په توګه د محلي رسنیو تر ټولو تود خبر دی.

پر انټرکانټیننټیل هوټل باندې برید سره له دې چې د ګډ حکومت د امنیتي او کشفي ارګانونو ناکامي او کمزوري یې ښه بربنډه کړه پر هغه سربیره د هغوی ترمنځ د سختي بي باوري او همدا راز بد ګماني رامنځته کولو لامل هم شو.

مونږ غواړو په دې لیکنه کې د یاد پوځي برید ځیني مهم زماني او مکاني مدلولات په لنډ ډول تشریح کړو:

لومړی د برید زماني مدلولات:

الف : پر انټر کانټیننټل هوټل برید دقیقا تر هغه وروسته تر سره کیږي چې د ملګرو ملتونو یو ۱۵ کسیز پلاوی له کابل څخه لیدنه کوي او دلته پر نورو موضوعاتو سر بیره د ګډ حکومت د امنیتي ځواکونو د پوځي وړتیا جاج هم واخلي.

د یاد پلاوي له راتګ سره سم په ټول ښارکې تقریبا لومړۍ درجه پوځي احضارات نیول شوي او د ګرین زون په ساحه کې د ټرافیکو پر تګ راتګ په مکمل ډول بندیز لګول شوی و.

د امنیتي او دفاعي ارګانونو لخوا په کابل ښار کې د لومړۍ درجې احضاراتو نیول د یادو ځواکونو هغه ادعاء باطلوي چې وايي د انټر کانټیننټل هوټل ته ځکه برید ګرو لاره پیدا کړای شوه چې د هغه د امنیت چارې د دولتي ځواکونو په ځای د یوه خصوصي امنیتي شرکت لخوا پرمخ وړل کیدې.

ب: پر انټرکانټیننټل هوټل باندې برید دقیقا په داسې وخت کې تر سره کیږي چې تر هغه تقریبا ۶ میاشتې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو خلاف د ټرمپ پوځي ستراتیژي اعلان او د مسلسلو بمباریو او ځمکنیو بریدونو په ترسره کولو سره تطبیق شوه.

چې په نتیجه کې یې باید طالبان په خپلو سیمو کې د هرډول پوځي فعالیتونو له ترسره کولو څخه ناتوانه شوي وای ، مګر طالبان د دې برعکس وتوانیدل چې په پلازمینه کابل او هغه هم د انټرکانټیننټل هوټل په څیر مهم دولتي مرکز چې لویشت لویشت یې د بهرنیو او داخلي امنیتي ځواکونو ترڅارنې او امنیتي پوښښ لاندې دی له نظامي لحاظه یو ترټولو پیچلی او هیښوونکی برید تر سره کړي.

ج : د انټر کانټیننټل هوټل په برید کې پرنورو پیچلتیا و سربیره طالب برید ګرو لخوا د برید په هماغو حساسو شرائطو کې د ولسي خلګو ځان ژغورل دي چې د برید د ساحې ډیرو عیني شاهدانو ورباندې اعتراف لري.

په روغتونونو کې د برید د ټپیانو د جراحتونو له کیفیت څخه هم څرګندیږي چې د هغوي ژوبلیدل د مرمۍ جراحت نه ؛ بلکې ډیری د لاس او پښې عادي کسرونه دي چې هغه د هوټل له لوړ پوړ څخه لاندې پوړ ته د لویدو له امله رامنځته شوي او یاهم ځیني یې د دولتي ځواکونو لخوا په متقابلو ډزو کې ژوبل شوي.

د: پر بهرنیو اهدافو د برید اصلي ترکیز:

د انټرکانټیننټل هوټل د برید د عیني شاهدانو د وینا له مخې چې برید د شپې په ۸ بجې او ۴۵ دقیقې پیل او د سبا سهار تر ۱۱ بجو پوري یې دوام درلود.
د هوټل په داخل کې ټولو هغو کسانو چې له رسنیو سره خبرې کړې پر دې اعتراف کړی چې د برید ګرو د برید پیل په دې جمله وشو چې : (افغانان دي له بهرنیانو څخه جلاشي).

بهرنیان په مجموع کې د افغانستان په روان مقاومت کې د طالبانو لومړی نمبر هدف دي ، په انټرکانټیننټل هوټل برید هم هلته د میشتو بهرنیو پوځي ، استخباراتي او دیپلو ماتیکو اتباعو د له منځه وړلو په غرض ترتیب شوی و.

د بریدګرو شعار هم همدا وه چې افغانان دي له بهرنیانو جلاشي ، حتی که د دې افغانانو په منځ کې مهمو دولتي کسانو شتون درلودای بیا هم د برید ګرو اصلي ترکیز پر بهرنیانو باندې و.

د سولې د عالي شورا ویاند او د پاکستان د کراچي ښار لپاره نوی ټاکل شوي کونسل په څیر مهم دولتي کسان چې وژل شوي هغوی هم په عمدي ډول د بریدګرو د پیرونو په وسیله نه ؛ بلکې په کوټو کې د پاتې کید او اختناق له وجې تلف شوي.

د برید مکاني مدلولات :

الف :انټرکانټیننټل هوټل د یوه مهم دولتي مرکز په توګه طالبانو ته د یوه پوځي هدف حیثیت لري.

هغوی په ۲۰۱۱ کال کې هم هغه د پوځي هدف په حیث په نښه کړی او اوس یې بیا په نښه کړ.

ب: د انټرکانټیننټل هوټل امنیت او حفاظت د ګډ حکومت له اساسي مسؤلیتونو څخه دی ، برابره خبره ده چې دا مسؤلت هغوي د خپلو امنیتي ځواکونو په وسیله کوي او که د خصوصي امنیتي شرکتونو په وسیله.

ج: انټرکانټیننټل هوټل له بهر او داخل نه کاملا په یوه مراقبتي سیسټم مجهز دي چې د هغه ساحې ته غیر تضمین شده افراد او پوځي مهمات په هیڅ ډول نشي وروړل کیدای .

د: انټرکانټیننټل هوټل ته غزیدلې لارې په مجموع کې د امنیتي او کشفي ارګانونو تر ټینګې څارنې لاندې وي چې حتی که د هوټل په داخل کې هم څوک له برید ګرو سره ارتباط ولري خپله ترهوټل پوري د دومره پوځي مهماتو رسول چې ۱۵ ساعته دي د برید د شنډ ولو لپاره له سلګونو بهرنیو او کورنیو ځواکونو سره ورباندې مقاومت وشي بلکل ناشوني کار ګڼل کیږي.

خو د دې ټولو باوجود چې بیا هم طالبان توانیږي د پلازمینې کابل په زړه کې دا مهم دولتي هدف په نښه او په موفقانه ډول خپل پلان شوي برید عملي کوي یقینا چې له محاربوي اړخه د طالبانو هغه اعجاز آمیزه تکتیک دی چې امریکايي او ناټو مجهز ځواکونه یې له خپلو ټولو پرمختللیو پوځي او کشفي وسائلو سره له مخنیوي څخه عاجز دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x