خبرونه

فراه: د جګړې له وېرې ۷ زره کورنۍ بې ځایه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل):  د فراه د کډوالو چارو رییس رحم الدین ریګ وال وايي، په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۷ زره او ۱۷۰ کورنۍ بې ځایه شوي، چې ډېرې کورنۍ د استوګنې لپاره پناه ځایونه نه لري.

د ریګ وال په خبره، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د حکومتي ځواکونو او طالبانو د جګړو له امله له ولسوالیو او له لرې پرتو سیمو زرګونه کورنۍ د فراه ښار ته راغلي دي، چې دلته په ازاده فضاء کې ژوند کوي او د استوګنې لپاره ځایونه نه لري.

ریګ وال له مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې، چې د بې ځایه شویو کډوالو لپاره د ژوند د اسانتیاوو په برابرو کې ورسره مرسته وکړي.

بې ځایه شوي خلک وايي، چې تراوسه ورسره مرستندویه ادارو مرسته نه ده کړې او په بد حالت کې ژوند تېروي.

په ولسي جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني بیا د فراه په ولایتي چارواکو تور ولګاوه، چې والي او امنیه قومندان فراه پرېښې ده او کابل ته راغلي دي او له کابله جګړه رهبري کوي.

عثماني وویل، فراه سقوط ته نږدې شوې او د فراه ښار له څلورو خواوو طالبانو کلابند کړی دی.

نوموړی وايي، په امنیتي ادارو کې د بې کفایته چارواکو له امله هره ورځ لسګونه عسکر مړه کېږي او قومندانان د جګړې سمه رهبري نه شي کولی.

له تېرو دوو اوونیو راهیسې په فراه کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ نښتې روانې دي، چې طالبانو د فراه ښار ډېرې سیمې نیولي دي.

د فراه په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېره یې تراوسه روښانه شوې نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x