نړۍ

ترکيه: د سکرو په کان کې چاودنې له ۲۰۰ زيات کسان وژلي

نن ټکی اسيا: د ترکيې هيواد چارواکي وايي، چې د پلازمينې “انقره” لوديځې سوما سيمه کې د سکرو په يو کان کې چاودنې له دوو سوو زيات کارګران وژلي دي.

د ترکيې د انرژۍ او طبعي زيرمو وزير تانر يلديز رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د چاودنې پر مهال په کان۷۸۰ کارګرانو کار کاو، چې تر اوسه له دوو سوو زيات پکې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې کان کې د بريښنا او تازه هوا د رسولو سسټم د خرابۍ له امله چاودنه وشوه.

په کان کې د ګارانو ګڼ شمېر خپلوان او کورنۍ د ځايي روغتون او کان مخته ولاړ دي او د خپلو دوستانو د ژوند و مرګ په اړه پوښتنې کوي.
مرستندويه ډلې په کان کې د بندو ګارګرانو د راويستلو او تازه هوا رسولو کوښښ کوي.

ترکي رسنۍ وايي، چې د سکرو دغه کان له ځمکې دوه کليومتره لاندې دی، د دودونو او ګرمې هوا له امله کان ته د مرستو رسولو کې ډېرې ستونزې مخته پرتې دي.

د ترکيې د انرژۍ او طبعي زيرمو وزير تانر يلديز د مرستو د څارلو لپاره د پيښې ځای ته رسيدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x