
د غالیو په تولید کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په پلازمېنه کابل کې د غالیو تولیدونکي وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د غالیو په تولید کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی او هره ورځ د غالیو تولید کمېږي.
په کابل کې د غالیو اوبدونکو د ټولنې مشر قربان علي جمشېدزاده د غالیو په تولید کې د کموالي مهم لاملونه اقتصادي بحران، د حکومت کمه پاملرنه، د بازار نه پیداکول او غالیو اوبدونکو ته د ناسم چاپېریال یاد کړل.
د ده په خبره، له ۱۳۹۰ل کال را پدېخوا د غالیو په تولید کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی، چې دغه شمېره د نورو کلونو په پرتله ډېره لوړه ده.
نوموړی وايي، له ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۰کلونو ترمنځ د غالیو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی و؛ خو په تېرو شپږو کلونو کې د غالیو په تولید کې هره ورځ کموالی راځي او حکومت ورته پاملرنه نه کوي.
د غالیو اوبدونکو د ټولنې مشر وايي، د غالیو اخیستونکي شرکتونه له پروسس او بندولو پرته د افغانستان غالۍ پاکستان ته وړي او په پاکستان کې له پروسس وروسته د افغانستان غالۍ د پاکستان په نامه نورو هېوادونو ته ځي، چې دغې چارې هم د دوی په کارونو منفي اغېز کړی دی.
د جمشېدزاده په خبره، د افغانستان غالۍ په سلو کې ۸۵ سلنه د پاکستان په نامه نورې نړۍ ته صادرېږي او ډېره ګټه ترې پاکستانیو سوداګرو ته ځي.
خو د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي بیا د غالیو اوبدونکو د ټولنې د مشر خبرې ردوي.
دی وايي، له ۲۰۱۱ کال نه راپدېخوا د غالیو په صادراتو کې ۳۰ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د قوقندي په خبره، یوازې په ۲۰۱۷ کال کې یې ۷زره متره مربع غالۍ بهر ته صادر کړي، چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۵ کلونو په پرتله د غالیو په صادراتو کې ډېروالی ښيي.
غالۍ د افغانستان د مهمو صادراتو څخه دي، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله د افغانستان ډېرې غالۍ بهر ته د پاکستان په نامه صادرېږي.
په افغانستان کې تولید شوې غالۍ اروپا، امریکا، اسټرالیا او ځینو اسیايي هېوادونو ته صادرېږي او په یادو هېوادونو کې ښه بازار لري.