افغانستان

مسیر ورځپاڼه: پر کانټنینټل هوټل بریدګر بې پلټنې ننوتي وو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼه د ځينو امنیتي سرچینو په حواله وايي، پر کانټنینټل هوټل بریدګر له پلټنې پرته هوټل ته پرېښودل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، په هغه ورځ چې په شپه يې دغه برید وشو، د هوټل امنیتي وسایل غیر فعال شوي و او ننوتونکو کسانو ته له جدي پلټنې پرته اجازه ورکول کېده.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، بریدګر د هوټل له نقشې سره پوره بلد وو او داسې ښکاري چې څو ځلې هتله تللي راغلي دي.

مسیر ورځپاڼه د کورنیو چارو وزارت د مسوولینو په حواله وايي چې یوازې درې اوونۍ وړاندې د دې هوټل د خوندیتوب مسوولیت يوې شخصي کمپنۍ «کابل بلخ» ته سپارل شوی و.

د سرچينې په قول د دې کمپنۍ او د هوټل ځينې کارکوونکي يې امنیتي ادارو ته د پلټنو په تړاو سپارلي دي.

وړاندې تر دې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو دعوه کړې وه، چې له بریدګرو سره د هوټل له منځه همکاري شوې ده.

پخپله د دې کمپنۍ مشر سید رحیمي له رسنیو سره له خبرو ډډه کړې.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د کورني امنیت د کمیسیون د مشر په حواله وايي چې له دې کمپنۍ باید جواز واخیستل شي او کلکه پلټنه ترې وشي.

د کانټینینټل هوټل مسوول محمد جواد وايي چې دوی امنیت شورا او د دې هوټل د مدیره پلاوي په ګډه هوکړه د هوټل امنیت دې کمپنۍ ته سپارلی دی.

هغه وايي، د اریانا افغان هوايي شرکت، افغان ملي بیمې شرکت او پښتني بانک رییسان او د ماليې او ترانسپورت وزیران د دې هوټل د مدیره پلاوي غړي دي.

تر اوسه د برید د بشپړو جزییاتو په اړه څه نه دي ويل شوي او نه هم د هوټل د امنیتي کیمرو تصویرونه رسنیز شوي دي.

د برید مسوولیت طالبانو منلی او ويلي يې دي چې د دوی پنځو تنو ملګرو دغه برید کړی او د بهرنیانو په ګډون يې لسګونو تنو ته مرګ – ژوبله اړولې ده.

د شنونکو په باور په دا ډول خوندي ځایونو کې د طالبانو له لوري بریدونه پر حکومت باور نور هم له منځه وړلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x