افغانستان

ملګرو ملتونو هم پر کانټنینټل هوټل برید غندلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل کې پر انټرکانټینینټل هوټل له برید نږدې یوه ورځ وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا پخپله اعلامیه کې د دې برید په تړاو خواشيني ښکاره کړه.

د امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې په هوټل کې د وژل شویو کورنیو او بهرنیو کسانو له خواخوږو سره غمشريکي ښوودل شوې ده.

اعلاميې «تروریزم» د نړۍ لپاره شریک خطر بللی او ټینګار يې کړی چې د داسې پېښو د عاملینو له ملاتړو سره به «حساب» وشي.

پر انټر کانټینینټل هوټل د شنبې په ماخستن برید وشو، چې د یکشنبې تر غرمې يې دوام درلود، طالبانو د خپلو پنځو تنو بریدګرو ملګرو په وسیله لسګونو تنو د مرګ ـ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

دا برید شاوخوا دوه اوونۍ وروسته له هغه کېږي، چې کابل د امنیت شورا د یو پلاوی کوربه و.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هيلي د افغانستان سفر ګټور وباله او د ملګرو ملتونو د دفتر په انګړ کې يې خبریالانو ته د افغانستان د وضعیت په اړه ډاډ ورکړ.

د دې برید په تړاو ګڼې پوښتنې را پورته شوي چې امنیتي مسوولین يې پر وړاندې بې وسه ښکاري.

لا هم په خواله رسنیو کې امنیتي مسوولین پوښتل کېږي، دې ځای ته بریدګر څنګه ورسېدل؟ څنګه يې اهداف مشخص کړل؟ ولې يې اوږد مقاومت وکړ؟ چا ورسره همکاري کړې؟

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي د دوو اوونيو په اوږدو کې به ټول جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x