افغانستان

په کندهار کې پاکستان نور هم وړاندې راغلی

څو ورځې وړاندې رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې د کندهار په معروف ولسوالي کې پاکستاني پوځیان دوه کیلومتره وړاندې راغلي دي.د دې پېښې اړوند د کندهار امنیتي مسوولینو ویل، چې دوی دپېښې ځای ته پلاوی استولی او د معروف ځايي چارواکو بیا ویل چې دوی پاکستاني پوځیانو ته سپين ږيري لېږلي چې له وړاندې راتګه دې ډډه وکړي.

پرون بیاهم پاکستاني ځواکونه دوه سوه متره وړاندې راغلل، چې د سیمې د خلکو په خبره پاکستاني پوځونه خپل تاسیسات کوي او وړاندې راروان دي، مګر د کندهار چارواکي لا تراوسه شکمن دي، ځکه خو په دپاکستان په لومړي یرغل یواځې پلاوی ولېږه چې دروغ او رښتیا يې مالوم کړي. د دې وړاندې راتګ وروسته د کندهار امنیه قوماندان او ورسره په کندهار کې د اربکیانو عمومي قوماندان جنرال عبدالرازق هم سیمې ته تللي دي. په معروف ولسوالي کې د سیمې اوسېدونکو د پاکستاني پوځیانو په وړاندې د تش لاسي مقاومت په تمه پاڅون وکړ، چې د کندهار د چارواکو له خوا يې مخه ونیول شوه. دا په داسې حال کې دی چې پاکستان پرلپسې د افغانستان له داخلي مصروفیت نه په ګټې دهېواد په اوږده پوله کې په بېلابېلو سیموکې کیلومترونه وړاندې راځي. د پاکستاني ځواکونو د وړاندې راتګ اړوند ځینې د نظرخاوندان افغان سرحدي ځواکونه ملامتوي، چې ګواکې پاکستاني ځواکونه د دوی په تفاهم او جوړجاړي وړاندې را روان دي، چې تېرکال په ګوشته کې وړاندې راتګ يې ښه نمونه ده. یاده دې وي چې تېره ورځ د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د ذبیح الله په نامه د ملي اردو یو عسکر د پاکستاني پوځیانو له خوا نیول شوی دی. هغوی رسنیو ته ويلي دي،چې ذبیح الله بې اجازې او بې له قانوني اسنادو تر ډېورنډ راپورې وتی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x