افغانستان

عطامحمد نور: که ژوندی وم؛ حاکمه ډله ټاکنو کې بریا ته نه پرېږدم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): عطامحمد نور وايي، که ژوندی وم اوسنی ټیم چې حکومت په لاس کې لري په راتلونکو ټاکنو کې بریا ته نه پرېږدم.

هغه د سمنګان له قومي مشرانو سره په خبرو کې وویل، حکومت د دې پر ځای چې د ده لپاره پر «توطیو» وخت تېر کړي ښه به وي چې د هېواد امنیت ته پام وکړ.

نور چې تر یوې میاشتې ډېر وخت يې له ارګ سره لانجه وغزېده، پخپلو خبرو کې د ګډ حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې که سم نه شي نو «په سوک به يې سم کړي!»

هغه د جنرال رازاق ملاتړ ته په اشارې وویل، چې د هېواد په لر او بر کې له ده څخه ملاتړ، له حکومت سره د خلکو د کرکې ښکارندوی دی.

عطامحمد نور په پاړسې پخپلو خبرو کې وویل «من فدايي بر امده ام»؛ په وينا يې د ځينو «ارزښتونو» لپاره خپلې قربانۍ ته تیار دی او په قول يې که قرباني ورنه کړي نو ګڼ «ارزښتونه» به پایمال شي.

د بلخ دې جنجالي واکمن چې ګوند يې لا هم له ارګ سره په چنه وهلو مصروف دی، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پلاوی هم ملامت کړ او ويې ویل هغوی په کابل کې له یو څو تشریفاتي کسانو سره ولیدل او لاړل.

وړاندې تر دې عطامحمد نور له صلاح الدین رباني سره له خبرو وروسته رسنیو ته وویل، له ارګ سره د جمعیت اسلامي هره پرېکړه ورته د منلو ده.

د بلخ د ولایتي شورا مشر افضل حدید ویلي و، جمعیت اسلامي ارګ ته دوولس مادې وړاندې کړې، چې پر ډېرو يې توافق شوی دی.

د شنونکو په باور حکومت ځکه د عطامحمد نور د ناقانونه چلند پر وړاندې جدي اقدام نه شي کولی، چې پخپله يې اساس پر نا قانونه ډول ايښودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x