
د اوو ولايتونو لپاره د دولتي ځمکو د غصب مخنيوي محکمه جوړه شوه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په ننګرهار ولايت کې د اوو ولايتونو لپاره د دولتي ځمکو د غصب د مخنيوي په موخه يوه ځانګړې محکمه جوړه شوه.
په دې اړه د ننګرهار د استناف محکمې رئيس عبدالولي قاضي زاده رسنيو سره معلومات شريک کړل او زياته يې کړه چې دغه ځانګړې محکمه به د ننګرها، کونړ، نورستان، لغمان، خوست، پکتيا او پکتيا ولايتونو کې د لسو او يا له دې د زياتې غصب شوې ځمکې قضيو لپاره رسيدګي کوي.
د استناف محکمې رئيس او د غونډې يو شمير ويناوالو، په دغو ولايتونو کې پر غصب شويو دولتي ځمکو اندېښنه وښوده او غوښتنه يې وکړه چې د ځمکو غاصبين ونيول شي قضايي او عدلي ارګانونو ته دې وسپارل شي.
د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې تر ۳۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه او دښتې غصب شوي او ډېری لوی غصبونه د زورواکو له لوري شوي چې ویل کېږي ترشاه د لوړو حکومتي چارواکو ملاتړ لري.
د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې د معلوماتو پر اساس ، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د غاصبینو له خوا يو اعشاريه درې میلیونه جریبه ځمکه غصب شوې، چې ډیری غصب شوې ځمکې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ او هرات ولايتونو کې دي.
د فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د چارواکو په وينا، د دولتي ځمکو په غصب کې ډیری وکيلان، رهبران، سياسي ډلې ککړې دي او حکومت نه دی توانېدلی چې په غاصبينو قانون پلی کړي.