روغتیا

لوبغاړي دې د قهوې له څکلو ځان وساتي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغه، ۱۳۹۶ل): نوې څېړنه ښيي، چې د انسان بدن کې د کافيين کچې لوړېدل د لوبغاړو پر بدني فعاليت او په ځانګړي ډول له تمرين وړاندې منفي اغېز پرېباسي.

استراليا کې شوې تازه څېړنې ټينګار کړی، چې لوبغاړي دې د لوبو او تمرينونو نه مخکې په منظم ډول د قهوې له څکلو ځان وساتي، ځکه بدن کې د کافيين د کچې لوړتيا د هغوی پر بدني فعاليت منفي اغېز لري.

دغه څېړنه د استراليا په ډبلن پوهنتون کې ترسره شوې او پايلې يې تېره ورځ په «انټرنشنل جورنل اف سپورټ» علمي مهالنۍ کې خپرې شوې دي.

څېړونکو ويلي، چې لوبغاړي په عمومي ډول د زغم ترلاسه کولو او د عضلو د پياوړتيا ډېرولو لپاره قهوه او نور هغه مشروبات څکي چې په ستره کچه کافيين په کې دي. دا ځکه چې په دې سره عصبي سيستم د ستړيا او پرېشانۍ احساس نه کوي.

څېړونکو د لوبغاړو پر فعاليت د قهوې څکلو اغېز او په ځانګړي دول له تمرين وړاندې په منظم ډول وڅاره، هغوی د يوې لوبډلې ۸۱ کسان تر څارنې لاندې ونيول.

څېړنه کې د منډې پر مهال د لوبډلې ځينو غړو ته هغه ژاولې ورکړل شوې، چې کافيين په کې و او نورو ته هغه ورکړل شوې، چې له کافيين خالې وې. د ازموينې پر مهال څرګنده شوه، چې کومو کسانو چې د منډې له مسابقې وړاندې په نامنظم ډول د کافيين ژاولې ژوولې وې، د هغوی پر بدني فعاليت يې لږ اغېز کړی و.

څېړونکې ډلې وموندله چې کوم لوبغاړي چې په منظم ډول د ورځې شاوخوا ۳ ګيلاسه قهوه څکي او په ځانګړي ډول له مسابقو يا لوبې په مخکې وخت کې، نو د پرله‌پسې سياليو پر مهال د هغوی د بدني فعاليت اندازه کمه شوې ده.

برعکس کومو کسانو چې قهوه لږه او په نامنظم ډول څکلې ده، هغوی په ټولو سياليو کې غوره فعاليت ښودلی دی.

څېړونکو ټينګار کړی دی، چې د قهوې او کافيين ډېره کچه د لوبغاړو پر فعاليت اثر کوي، ځکه نو بايد له څکلو يې ځان وساتل شي.

سرچینه: میډل ایسټ انلاین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x