افغانستان

اوکراین: پر کانټنینټل هوټل برید کې مو تر اوسه د اوو تنو جسدونه تر لاسه کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): اوکرایني چارواکي وايي کابل کې پرکانټنینټل هوټل برید کې د خپلو اوو تبعو جسدونه تر لاسه کړي او ښايي شمېر يې ډېر شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر پایولو کلمیکین پرون په یوه غونډه کې وویل، په دې بريد کې د دوی د هېواد اوه تنه وژل شوي او ښايي د مړو شمېر نور هم ډېر شي.

د هغه په خبره دې کسانو په یوه خصوصي کمپنۍ «کام ایر» کې کار کاوه، چې په وینا يې د دوی وژنه «جنایت» دی.

اوکرايني چارواکی وايي، له افغان چارواکو سره په دې تړاو د دوی خبرې دوام لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولینو هم په دې برید کې د بهرنیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت وزیر ویس احمد برمک رسنیو ته ويلي، د مړو جسدونه عدلي طب ته لېږل شوي دوی هڅه کوي د بهرنیانو هویت معلوم کړي.

دغه برید چې د شنبې په ماخستن پیل شو، د یکشنبې تر غرمې يې دوام وکړ، طالبانو پکې د بهرنیانو په ګډون د لسګونو تنو د وژلو دعوه کړې ده.

پر کانټنینټل چې څلورویشت ساعته تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې وي، دې برید ګڼې پوښتنې را ولاړې کړې.

د کورنیو چارو وزارت وايي دوو اوونیو کې به بشپړ جزییات له رسنیو سره شریک کړي، خو اوس يې دومره ويلي چې بریدګر په هوټل کې پوره بلد او ښايي څو ځلې هلته تللي راغلي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x