fbpx
hazart.m100

یو لمر څلور ستوري ــ نبوي سیرت ـ دویمه برخه

 لومړني مسلمانان

لومړنی انسان چې پر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم يې ايمان راوړ، ام المؤمنين حضرت خديجه رضی الله عنها وه،وروسته لس کلن حضرت علي بن ابوطالب رضی الله عنه، بياد حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم مولا(ازادغلام) زيد بن حارثه او بيا حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ايمان راوړ.

او په غلامانو کې لومړنی مؤمن حضرت بلال بن رباح حبشي رضی الله عنه و. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم درې کاله هوښيار او ډاډمن خلک په پټه اسلام ته راوبلل، وروسته له هغه چې مسلمانان نږدې دېرش کسه شول، الله جل جلاله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته د ښکاره بلنې امر وکړ:

 ژباړه: نو (اى پيغمبره!)د کوم شي چې تاته حکم کېږي هغه پرلوړ اواز ووايه او د مشرکانو يوبڅرى پروا مه کوه. (حجر،۹۴)

په دې وختوکې مشرکينو د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او مسلمانانو ځورولو ته زور ورکړ، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د هغوی بتان باطل وګڼل او ټول يې د يوه ناليدونکي الله جل جلاله عبادت ته راوبلل، هغوی ډېر په وحشت کې شول. حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په پيل کې په پټه د ارقم بن ارقم له کوره مدرسه جوړه کړه او مسلمانانو ته به يې نوي نازلېدونکي اياتونه او د دين احکام ورښوودل. وروسته ورته الله جل جلاله امر وکړ، چې قومونه او خپل خپلوان دې زما له عذابه وډاروه، حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د صفا غونډۍ ته خوت او ټولې ډلې يې راټولې کړې، هغوی له دوزخه وويرول او جنت ته يې وهڅول، هغوی يې له بت پالنې نه يو پالنې ته راوبلل.

ابولهب وويل: تباه شې! موږ دې دهمدې لپاره راټول کړي وو؟ وروسته يې قريش د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د ځورولو لپاره وپارول، خو د رسول الله صلی الله عليه وسلم تره ابوطالب يې ملاتړ او دفاع وکړه، کله چې قريش له هغې سيمې لاړل، نو ابوطالب حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته وويل، چې که دې بلنه لږ کمه کړې، نو دوی به دې نه ځوروي! حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ورته وويل: په خدای مې دې قسم وي، که لمر په ښي او سپوږمۍ په چپ لاس کې راکړي، له خپلې لارې به وانه وړم، چې ياپه دې لاره کې بريالی يا شهيد شم.

  حبشې ته د مسلمانانو هجرت

 کله چې مشرکين دحضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له ياد ځواب څخه خبر شول، نو د مسلمانانو ځورولو ته يې لا کش ورکړ، آن تر دې چې په شکنجو او ځور کې يې ځينې صحابه شهيدان يا زخمي کړل.مګر بيا هم مسلمانان په خپل باور کلک ولاړ وو، مشرکينو چې کله د دوی ټينګښت وليد، نو د سولې پر لارو يې د خبرو فکر وکړ، او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته يې وويل:که هرڅومره مال او دولت غواړې، آن پاچا به دې وکړو، خو که د دې دين له تبليغه منع شې! مګر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم يې خبره ونه منله او خپلې بلنې ته يې ادامه ورکړه.

په دغسي ترينګلو حالاتو کې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم خپلو ملګرو ته وفرمايل:له مکې دباندې حبشې ته هجرت وکړئ! دهغه ځای حاکم ډېرعادل سړی دی، په خاوره کې يې پر چا ظلم نه کېږي. تر څوچې الله جل جلاله يوه لار درته پيداکوي. په لومړي وار دولسو سړو او څلورو ښځو هجرت وکړ، کله چې په حبشه کې د امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د اسلام راوړولو خبره مشهوره شوه، نو مهاجرين بېرته مکې ته راستانه شول، مګر ډېر وخت پکې پاتې نه شول، او دويم وار يې بيا هجرت وکړ، چې دا وار پکې درې اتيا نارينه او يوولسې ښځې وي.

پر حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او بني هاشمو اقتصاد بنديز له دې وروسته مشرکينو په خپلو منځو کې ژمنه سره وکړه چې هيڅوک به له بني هاشمو او مسلمانانو سره پېر او پلور نه کوي، ودونه به ورسره نه کوي، نه به ورسره څه خوري او نه به څه څکي او له دوی سره به هيڅ ډول سوله نه کوي، دغه تړون ليک دوه ـ درې کاله اوږدشو، چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او ملګري يې پکې له ډېرو سختو سختيو سره مخ شول، چې وروسته د څو هوښيارو قريشو پرمټ دغه تړون ليک لغوه شو. د ابوطالب او حضرت خديجې رضی الله عنها وفات د بعثت په لسم کال د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم تره ابوطالب وفات شو، د هغه پر ژوند د قريشو لږ سترګه سوځيدله او حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ته يې دومره ځور او تکليف نه شوای رسولای.ځکه خو د ابوطالب مړينه رسول الله صلی الله وعليه وسلم ته يوه ډېره غمجنه پېښه وه.

حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم ډېره هڅه وکړه چې په خپل تره د شهات کلمه ووايي، خو هغه د خپل قومي غرور پر خاطر ترې انکار کاوه.   څو روځې وروسته حضرت خديجه رضی الله عنها هم وفات شوه، هغه د رسول الله صلی الله وعليه وسلم کلکه ملاتړې وه، مشرکين د حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم پر غم ډېر خوښ شول، مګر په خپله حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم او مسلمانانو دغه کال د غم کال (عام الحزن) وباله  کله چې د رسول الله صلی الله وعليه وسلم دغه دوه خواخوږي وفات شول، نو د مشرکينو ازار او ځور نور هم زورور شو، نو حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم د مکې پرځای د طايف د بنو ثقيف قبيلې ته مخه ونيوه، چې هغوی رښتينې لارې ته راوبولې، مګر هغوی ډېر سخت ځواب ورکړ، خپل ځوانان او ماشومان يې وهڅول چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم په تيږو وولي، تر دې حده يې وويشت، چې پڼې مبارکې يې له وينو ډکې شوې.

د معراج پېښه

کله چې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له طايفه راوګرځيد، نو د (اسرا او معراج)پېښه وشوه، او په شپه کې حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم له مسجدالحرام نه مسجدالاقصی او له هغه ځايه اسمانونو ته عروج وکړ، او په همدې شپه کې بېرته مکې ته راوګرځيد.(اسرا: په شپه کې تګ). حضرت محمد صلى الله وعليه وآله وسلم قريشو ته وويل: نن شپه معراج ته لاړم! هغوی رسول الله صلی الله وعليه وسلم مسخره کړ، کله چې خبره خليفة رسول الله صلی الله وعليه وسلم حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ته ورسېده، نو هغه بې له درنګه وويل: رښتيا وايی.

ځکه خو يې د رښتيني (صديق) او د قوي ايمان څښتن لقبونه وګټل.په معراج کې پر مسلمانانو پنځه لمنځونه فرض شول.

د قبېلو بلنه

حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم به د حج په ورځو کې له بېلابېلو قبيلوسره ليدل، يوه ورځ يې د اوس او خزرج چې د مدينې اوسېدونکي وو، له اوياوو نفروسره وليدل، هغوی ته يې د اسلام بلنه ورکړه، او هغوی هم مسلمانان مدينې ته ولاړل. يو کال وروسته دولسو انصارو په مکه معظمه کې له حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم سره د يوې ژمنې خبرې وکړي، او هم يې ورسره بيعت وکړ. حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم حضرت مصعب بن عمير رضی الله عنه له دوی سره د ښوونکي په توګه ولېږه، چې نوموړي به هغوی ته اسلامي احکام ورښودل، چې پر مټ يې په مدينه منوره کې اسلام نور هم خپور شو. کال وروسته اويا سړي او دوه ښځې مکې معظمې ته د حج پر نيت راغلل، چې له حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم سره يې کلکه ژمنه وکړه چې دوی به ورسره مرسته کوي او هغه څه چې پر خپلو اولادونو نه لوروي، حضرت محمد صلی الله وعليه و آله وسلم به هم ترې ساتي.

پاتې شته

لیکوال: مصطفی السباعی

ژباړن: دادمحمد ناوک

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د