نظــر

د کام ایر هوايي شرکت د وژل شویو کارکوونکو پړه د چا په غاړه ده ؟

احمد مختار

دوه ورځې وړاندې پرانټرکانټیننټل هوټل باندې د برید په ترڅ کې د کام ایر هوايي شرکت ۱۴ تنه بهرني اتباع ووژل شول.

دا چې کام ایر هوايي شرکت یوغیر پوځي شرکت او افغانانو ته د الوتنې په برخه کې آسانتیاوې برابروي نه باید چې د هغوي دومره زیات شمیر کار کوونکي په داسې لا پروايي تلف شوي وای.

طالبان چې د بهرنو یرغلګرو په مقابل کې د جهادي مقاومت مسؤلیت په غاړه لري هم دا نه غواړي چې له تیري کوونکو ځواکونو سره غیر وابسته او بي غرضه بهرنیان د دوئ په لاس ووژل شي.

د دې خبرې د اثبات لپاره د ۲۰۰۷ کال په جولای میاشت کې د طالبانو لخوا د ۲۳ تنو جنوبي کوریا د مسیحي مبلغینو ژوندي خوشي کول دي کوم چې یې د غزني په ولایت کې د تنصیري ناروا فعالیت په جرم بندیان او پوره یوه میاشت له ځان سره وساتل.

همدا راز دا اوس د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې د سره صلیب او ملګرو ملتونو په شمول ډیری د بهرنیو خیریه مؤسساتو بهرني اتباع کار کوي او د هغوي د امنیت ساتلو ترڅنګ ورته طالبان د اړتیا په وخت کې لازمې آسانتیاوي برابروي.

د کام ایر شرکت بهرني اتباع یې ولي ووژل؟

دا یوه پوښتنه ده چې ولي طالب بریدګرو پر انټرکانټیننټل هوټل باندې د برید په مهال د کام ایر هوايي شرکت ۱۴ تنه بهرني کارکوونکي ووژل؟

دا پوښتنه هم له شرعي او هم له سیاسي اړخه د تأمل وړ پوښتنه چې باید د طالبانو رسمي ویندویان ورته ځواب ووايي ، هغه څه چې زه د یوه طالب پلوه لیکوال په توګه د دې پوښتنې په ځواب کې وایم هغه دا چې:

طالبان اوس خپله د امریکایانو په اعتراف د افغانستان تر نیمايي په زیاته برخه کنټرول لري.

د کابل حکومت په پرتله په خپلو سیمو کې د طالبانو کنټرول ډیر منظم او مسلط کنټرول دی ، هغوی د بهرنیو شرکتونو او مؤسساتو د فعالیتونو د تعقیب او کنټرول لپاره د بهرنیو شرکتونو او مؤسساتو په نوم ځانګړې اداره لري چې د ملګرو ملتونو او سره صلیب په څیر نړیوالې موسسې او سازمانونه هم په افغانستان کې خپل هرډول فعالیتونه له یادې ادارې سره په تفاهم او توافق کې تر سره کوي .

حتی د ټاپي پروژې په څیرمهمې پروژې چې په افغانستان کې کومې برخې پلي کیږي د ګډ حکومت ترڅنګ یې د طالبانو د بهرنیو مؤسساتو له ادرې سره تفاهم کړی او د هغوي تر اجازې اخیستلو وروسته په مربوطه سیمو کې خپل فعالیت پیلوي.

ولي د بهرنیو مؤسساتو له ادارې سره تفاهم ؟

وروسته تر دې چې طالبانو په پراخه پیمانه سیمې د دولت له واکمنۍ څخه و ایستلې په یادو سیمو کې یو زیات شمیر بهرنیو مؤسساتو د بیارغونې، ښوونې او روزنې ، عامې روغتیا، ماین پاکي ، اتصالاتو او نورو برخو کې فعالیتونه پیل کړل ، دا چې طالبان عملا په جنګي وضعیت کې قرار لري هغوي د دې مؤسسو د کارکوونکو د خوندیتوب او همدا راز د هغوي د فعالیتونو د تشخیص لپاره د بهرنیو شرکتونو او مؤسساتو په نوم په خپلو اداري تشکیلاتو کې ځانګړې اداره تأسیس کړه .

دغه اداره مسؤلیت لري د ټول هیواد په کچه د هغو مؤسسو او شرکتونو هرډول فعالیتونه تعقیب کړي .

کومې مؤسسې چې د بیارغونې په بیلابیلو برخو کې په افغانستان کې فعالیت کول غواړي هغوی د خپل فعالیت د نوعیت له تشریح کولو وروسته د طالبانو د بهرنیو مؤسساتو له کمسیون سره ثبت او راجیستر کیږي او په مقابل کې طالبان هم ورته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورکوي او هم یې د کارکوونکو د سر او مال تحفظ تضمینوي.

کوم بهرني شرکتونه او مؤسسات چې له یاد کمیسون سره ثبت او راجیستر نه لري طالبان ورته نه د فعالیت اجازه ورکوي او نه یې هم د کارکوونکو د سر او مال خوندیتوب تضمینوي .

ځکه یاد شرکتونه او مؤسسات د دښمن تر کنټرول لاندې ساحه کې خپل فعالیتونه کوي چې طالبانو ته یې نه فعالیت د اعتبار او ډاډ وړوي او نه هم کار کوونکي.

د کام ایر هوايي شرکت چې یو غیر دولتي شرکت دی دا ورته په کار و چې په افغانستان کې یې د خپل کاري فعالیت او همدا راز د خپلو بهرنیو کارمندانو د کوائفو په اړه د طالبانو د بهرنیو شرکتونو او مؤسساتو له ادارې سره تفاهم کړی وای .

پر انټرکانټیننټل هوټل باندې د برید په اضطراري حالاتو کې د بهرنیو اتباعو په منځ کې ملکي کسان له پوځي او استخباراتي هغوڅخه ناشونی ګڼل کیږي هماغه ده چې په دې برید کې د کام ایر شرکت د ۱۴ تنو بهرنیو اتباعو د وژل کیدو خونړۍ حادثه رامنځته شوه.

د کام ایرهوايي شرکت د بهرنيو کارکوونکو د وژل کیدو لومړی مسؤلیت د دولتي چارواکو ته راجع کیږي چې د هغوي د خوندیتوب په دنده کې پاتې راغلي.

په دوهم قدم کې د هغوي د وژل کیدو مسؤلیت خپله د کام ایرشرکت مسؤلینو ته هم راجع دی چې هغوی د خپل شرکت او دهغه د فعالیتونو په اړه د طالبانو له مربوطې ادارې سره تفاهم نه دی کړی .

د طالبانو د بهرنیو شرکتونو او مؤسساتو ادارې ټول هغه بهرني مؤسسات خپلو وسله والو ته ورپیژندلی چې له دوي سره ثبت او راجستر دي ، د دغو مؤسساتو ټول بهرني او داخلي کارکوونکي نه دا چې یواځې د طالبانو له بریدونو څخه محفوظ دي ، بلکې د ضرورت په وخت کې ورسره طالبان د هیواد په هرسیمه کې چې دوي شتون لري ورته لازمې آسانتیاوې برابر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Taliban would not register the companies for free. The registered companies pays extra money to Taliban never the less they pay taxes to the government too.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x